غني طالبانو سره د سولې په اړه خپل اساسي شرایط اعلان کړل

جمهور رئیس غني د لوی اختر په درییمه ورځ کابل کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبینو یوې غونډې ته وینا کوله

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي له طالبانو سره په سوله کې "پر افغان امنیتي ځواکونو باندې هېڅ ډول معامله" د منلو نه ده.

ښاغلي غني د سه شنبه په ورځ ( زمري ۲۲/اګست۱۳) د دفاع په وزارت کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د منسوبینو سره په کتنه کې هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر راتلونکي به هیڅ راز معامله و نه شي.

ښاغلي غني وویل چې د سولې په تړونونو کې د افغانستان " دولت د ټولو افغانانو د مشروع او رسمي دولت " او د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه " د نړیوالې ټولنې د اصلي شریک" په توګه په رسمیت پېژندل کیږي.

هغه وویل که سوله وشي، له امریکا او ناټو سره شوي دفاعي او ستراتیژیک تړونونه به په خپل حال پاتې وي او په خبره یې کوم نوي تړون ته اړتیا نشته.

ولسمشر غني وایي "د (سولې) مذاکراتو لپاره هېڅ قید او شرط نلرم. خو سوله مشروطه ده. زموږ اول شرط دا دی چې زموږ پر امنیتي او دفاعي ځواکونو باندې هېڅ ډول معامله نشي کېدای. هر څوک چې تاسو ته کوږ وګوري، زما له تورې سره به مخامخ شي."

هغه وویل که " که څوک وايي چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه به منحل شي، دا شرایط به په زرو کلونو کې هم ونه منم. " او هغه هوکړه لیک، چې په کې د افغانستان هویت او ملي اقتدار مصئون نه وي، ور ته د منلو وړ نه دی.

هغه ډېر واضح وویل چې پر افغان امنیتي ځواکونو باندې به د پخواني ولسمشر نجیب الله له دوران وروسته کیسې نه تکراریږي.

Your browser doesn’t support HTML5

غني وایي پر افغان امنیتي ځواکونو هیڅ ډول معامله نه شي کیدی

د پوځي قوې استعمال

مهور رئیس په ټینګار سره وویل، افغانستان پرمخ ځي او بیرته شاتګ ته نه ګرځي.

ښاغلي غني وویل"تر هغې چې د سولې تړون د ملت له لورې تصویبېږي، د قوې استعمال زموږ د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو عمده وظیفه ده. زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه برحقه ده، ځکه د دې هیواد د ۳۵ میلیونو هیوادوالو د ساتنې په خاطر ترسره کېږي".

جمهور رئیس غني وویل، افغانستان د ټولې نړۍ دفاعي کرښه او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښیندنو له برکته نه په واشنګټن برید شوی او نه هم پر نیویارک بمونه پریوتي دي.

جمهوررئیس غني وویل، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل، تجهیر او روزنې لپاره څرګند بین المللي تعهد وجود لري.

جمهور رئیس غني دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د قطر په پایتخت دوحه کې د طالبانو او د امریکايي استازو ترمنځ د سولې د خبرو اتم پړاو تیره ورځ پای ته رسیدلی دی.

هم امریکا او هم طالبانو ویلي، چې دواړو خواوې د سولې هوکړې ته نږدې شوي دي.