غني: هیڅ ځواک د افغانستان د ملي هدف مخه نشي نیولی

ولسمشر غني د خان د اوسپنې ویلي کولو فابریکې د پرانستلو په غونډه کې د وینا پر وخت

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني وايي، افغانان په اساسي قانون باندې د ولاړ سیاسي نظام غوښتونکي دي او هیڅ ځواک نشي کولی، چې ملي هدف ته د رسیدو په لار کې د دغه هیواد مخه ونیسي.

ښاغلي غني چې د شنبې په ورځ (جنوري شپږمه) په کابل کې د 'خان سټیل' د اوسپنې ویلي کولو فابریکې د پرانیستلو په مراسمو کې خبرې کولې وویل، اوس د دې وخت رسیدلی چې د بحران د پای ته رسولو لپاره ټول اړخونه چمتوالی ونیسي.

ښاغلي غني وویل "ولس د افغانستان نظام غواړي، خصوصي سکتور، پیغله او ځوان هغه نظام غواړي چې په اساسي قانون استوار او د دوی په خدمت کې وي، هیڅ قدرت په دې خاوره کې نشته چې د افغانستان د ملي هدف مخه ونیسي".

ولسمشر غني زیاته کړه، که له یوې خوا ځينې کسان د غلا، ځمکو غصب او دې ته ورته نامشروع لارو څخه بیت‌المال لوټوي، خو له بلې خوا داسې کسان هم شته، چې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره په افغانستان کې د مشروع پانګونې له لارې پيسې ګټي او ترڅنګ یې خلکو ته د کار زمینه هم برابروي.

افغان ولسمشر ټینګار وکړ، چې حکومت یې د پانګوالو او صنعتکارانو هراړخیز ملاتړ ته چمتو دی.

که څه هم ښاغلي غني په څرګند ډول د چا نوم وانخیست، خو له هغه وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو مرستیال خان جان الکوزي له ولسمشر غني څخه وغوښتل، چې افغانستان له سیاسي ننګونو څخه بهر کړي.

ښاغلي الکوزي وویل، خصوصي سکتور د افغان حکومت له پروګرامونو څخه ملاتړ کوي او زیاته یې کړه، کومې کړۍ چې شخصي ګټې یې په خطر کې دي، هڅه کوي چې حکومت له سیاسي ننګونو سره مخ کړي.

هغه ولسمشر غني ته په خطاب وویل "د افغانستان خلک یې پیژني چې افغانستان چا وران کړ او جوړوي یې څوک، افغانستان ته څوک خدمت کوي او څوک خپل جیب ته خدمت کوي... موږ خلک ولیدل چې هرڅه یې په خپلو کورونو کې تقسیمول، اوس هماغه په تکلیف دي او هماغه په عذاب دي، خصوصي سکتور ستا شا ته ولاړ دی، له سیاسي ننګونو څخه دا ملک وباسه".

د اوسپنې ویلي کولو فابریکې پرانیسته

د افغانستان ولسمشر نن په کابل کې د 'خان سټیل' په نوم د اوسپنې د ویلې کولو خصوصي فابریکه پرانیستله.

ښاغلي غني د دغې فابریکې د پرانیستلو په مراسمو کې، د افغانستان د اوسپنې ویلې کولو صنعت ته په اشارې وویل، سره له دې چې افغانستان د اوسپنې بې‌سارې طبیعي زیرمې لري، خو بیا هم دغه هیواد هر کال ۳.۵ زره ټُنه اوسپنه له بهر څخه واردوي.

د ښاغلي غني پر وینا، افغانستان تر دوه میلیارد ټُنو د اوسپنې طبیعي زیرمې لري او له افغان صنعتکارانو څخه یې وغوښتل، چې د اوسپنې د استخراج لپاره په ګډه یو پلان ترتیب او له هغه سره یې شریک کړي.

په افغانستان کې اوسمهال د اوسپنې د ویلې کولو شپږ فابریکې فعالیت کوي، چې په روان لمریز کال کې یې د تولیداتو کچه ۲۲۰ زره ټُنو ته رسیدلې ده.