غني: د افغانستان بریښنا له یوې شبکې سره نښلوو 

ولسمشر غني د پنجشنبې په ورځ وردک او غزني ولایتونو ته د بریښنا د مزو د انتقال پروژه پرانیستله

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په پام کې لري چې د افغانستان د ولایتونو ټول اوسیدونکي د یوې سرتاسري شبکې له لارې متوازنې بریښنا ته لاسری ومومي.

ښاغلي غني، چې د پنجشنبې په ورځ د وردک - غزني د ۲۲۰ کیلو ولټ بریښنا د انتقال پروژې د پرانیستلو په مراسمو کې وینا کوله وویل، افغانستان د بریښنا ۹ جزیرې لري او حکومت هڅه کوي، چې هغه د یوې شبکې له لارې سره ونښلوي.

هغه وویل "د یوې ملي برنامې په توګه زموږ هدف دا دی چې د یوې داسې شبکې خاوندان شو، ترڅو د افغانستان ټول خلک متوازنې بریښنا ته لاسرسی ولري او نن یې شروع ده، دا به زابل ته رسیږي او له هغې وروسته به کندهار ته رسیږي".

افغان ولسمشر زیاته کړه، چې اوسمهال په ولایتونو کې د بریښنا بیه یو شان نه ده او دا توپیر باید پای ته ورسول شي.

د ښاغلي غني پر وینا، د بادغیس او غزني ولایتونو اوسیدونکي د بریښنا تر ټولو لوړه بیه پرې کوي.

هغه ټینګار وکړ، چې د وردک – غزني د ۲۲۰ کیلو ولټ بریښنا د مزو د انتقال پروژې په عملي کیدو سره به د دغو سیمو اوسیدونکو ته په ارزانه بیه بریښنا ورکړل شي.

د دغې پروژې په تطبیق سره، د چمتلې او ارغندۍ له لارې د ازبکستان وارداتي بریښنا وردک او غزني ولایتونو ته رسول کیږي.

د بریښنا شرکت اجرايي رئيس انجینر امان‌الله غالب په دغو مراسمو کې وویل، یاده پروژه چې د امریکا د پراختیايي ادارې (یو ایس اې آی ډي) له خوا تمولیږي، دوه برخې لري او ورباندې له سل میلیون ډالرو څخه زیات لګښت راځي.

هغه وویل "لومړۍ برخه یې د ارغندۍ له لارې غزني ته د ۲۲۰ کیلو ولټ بریښنا د مزو انتقال دی، چې ورباندې ۵۹ میلیون ډالره لګښت راځي او دویمه برخه یې په سید آباد ولسوالۍ او غزني ښار کې د دوو سب استیشنونو جوړول دي، چې ورباندې ۴۶.۷ میلیون ډالره لګښت راځي".

د ښاغلي غالب پر وینا، په اوس وخت کې غزني ولایت لس میګاواټه بریښنا لري او د ۱۳۹۷ کال تر وروستیو به دغه ولایت ته ۲۵ میګاواټه بریښنا ورکړل شي او تر ۳۰ زره کورنۍ به ترې برخمنې شي.