ولسمشر غني: په افغانستان کې د جګړې بڼه بدله شوې

ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله وویل دوی ننګرهار ته یواځې د دې خواخوږۍ لپاره نه بلکې غواړي د دغه ولایت امنیتي حالت هم وارزوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په ملتیا د یو لوړپورې پلاوي په مشرۍ نن د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ته ولاړ او په دغه ښارکې یې د وروستي ځانمرګي برید د قُربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.

افغان ولسمشر یوې جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، اوسمهال د جګړې په بڼه کې بدلون راغلی او مخالفین له افغان امنیتي څواکو نو سره د مخامخ جګړې توان نه لري نو ځکه پر مُلکي افغانانو بریدونه کوي.

ولسمشر غني وویل "هغه څوک، چې ماشومان، ښځې او بې‌ګناه انسانان وژني، پوه دې شي، چې په دې کړنو د افغانستان دولت ته سقوط نشي ورکولی، که میړني وي نو زموږ له امنیتي ځواکونو سره دې مخامخ شي، د افغانستان ولسمشر دې ووژني، زما سر له وطن قُربان".

د تیرې شنبې په ورځ د جلال آباد ښار د مخابراتو په چوک کې د کابل بانک مخې ته په یو ځانمرګي برید کې د یو شمېر نظامیانو په ګډون ۳۷ تنه ووژل شول او لږ تر لږه ۱۲۵ ټپیان شول.

دغې پېښې چې ورکې زیات شمیر ملکي افغانانو ته تلفات واوښتل د ملي یووالي حکومت مشران دې ته اړ کړي چې د ننګرهار ولایت پر امنیتي حالت بیا کتنه وکړي.

ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله وویل دوی ننګرهار ته یواځې د دې خواخوږۍ لپاره نه بلکې غواړي د دغه ولایت امنیتي حالت هم وارزوي.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې د افغانستان د ناامنیو پړه پر بهرنیو تروریستانو واچوله او و یې ویل " چیچنایانو او نورو بهرنیو تروریستانو سره د افغانانو څه دي، دوی بل هدف نه لري یوازې هڅه کوي چې د افغانانو په زړونو کې ویره واچوي".

ولسمشر غني وویل چې د جلال اباد د تیرې شنبې د ورځې د پیښې د قربانیانو کورنیو غړو ورته ویلي چې هغوی خپلو ځانونو لپاره له ده څه نه غواړي بلکې د افغانانو او افغانستان لپاره ورڅخه سوله او امنیت غواړي.

په دغې غونډه کې داجرایه رییس ډاکټر عبد الله عبد الله هم خبرې وکړې او ویې ویل دسولې په راوستو کې به تر خپلې وسې هڅې وکړي .

نوموړي دکابل بانک په پېښه کې دوژل شویو کورنیو لپاره ددعا لاسونه لپه کړل او ویې ویل،چې دغسې بریګر به دافغان ولس حوصلې راماتې نه کړي.

ولسمشر غني، اجرائیه ریس او نور چارواکي له غرمې وروسته له بېلابېلو قشرونو سره ګوري او په ننګرهار کې به ترې شته او راولاړې ستونزې واوري.

ولسمشر غني او اجرائیه ریس یوه ولایت ته په لمړي وار ګډ سفر کوي او خلک تمه لري،چې دحالاتو نژدې کتل او دستونزو اورېدو وروسته به په دغې سیمه او هېواد کې شته ستونزې او نا امنۍ راکمې شي.

د ملي یووالي د حکومت مشران داسې مهال د افغانستان په ختیځ کې پروت د ننګرهار ولایت د امنیتي وضعیت د څیړلو خبره کوي چې طالبانو په افغانستان کې د "عزم" په نامه د پسرلنیو عملیاتو د پیلېدو ګواښ کړی دی.

طالبانو په یوه اعلامیه کې، چې چهارشنبې په ورځ د ایمیل له لارې رسنیو ته استول شوې ویلي دي، چې دغه عملیات به د جمعې په ورځ پیل کړي.

خو بلخوا افغان امنیتي چارواکو د طالبانو له خوا د پسرلنیو عملیاتو د پیل اعلان یوه تکراري موضوع گڼلې او ویلي یې دي چې دغه ډله د افغان ځواکونو پر وړاندې د ودریدو توان نه لري.