غني: د بشري حقونو ارزښتونو ته ژمن یو

افغان ولسمشر وايي، حکومت د حق‌العبد د بښنې اجازه نه لري.

د افغانستان ولسمشر د بشري حقونو د مدافعو وکیلانو د ملاتړ ملي کنفرانس کې وویل، افغان حکومت د بشري حقونو ارزښتونو ته ژمن دی او د بشري حقونو له مدافعینو څخه ملاتړ کوي.

د بشري حقونو د مدافعو وکیلانو د ملاتړ ملي کنفرانس د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون له خوا د دوشنبې په ورځ په کابل کې جوړ شو.

د افغانستان ولسمشر په دغه کنفرانس کې وویل، د بشري حقونو او ملکي وګړو په وړاندې د طالبانو او د هغوی په څیر نورو ډلو چلند، نه یوازې د نړیوالو منل شوو میثاقونو سره په ټکر کې دی، بلکې په ښکاره توګه له اسلامي اصولو څخه هم سرغړونه ده.

ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې حکومت د حق‌العبد د بښنې اجازه نه لري او هیڅ‌کله به په معاهدو او موافقو کې د قربانیانو بشري حقونه له پامه و نه غورځوي.

ولسمشر غني وویل "د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ځان موظف ګڼي، چې په خپل ټول توان سره د بشري حقونو ارزښتونو ته هوډمن واوسي او له هغو کسانو څخه ملاتړ وکړي، چې د بشري حقونو د دفاع په لار کې هڅې کوي."

د ښاغلي غني پر وینا، په اوس وخت کې افغانان د خپلو حقونو په اړه د پام وړ پوهاوی لري او دا چاره په افغانستان کې د قانون له حاکمیت سره مرسته کوي.

په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون مشرې سیما سمر دغه کنفرانس ته په وینا کې وویل، د بشري حقونو کمیسیون د دولت له مخالفو وسله‌والو ډلو سره د سولې له موافقو ملاتړ کوي، خو پر وینا یې په دې بهیر کې باید د قُربانیانو بشري حقونه تر پښو لاندې نه شي.

د بشري حقونو وضعیت

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون وايي، سره له دې چې په دغه هیواد کې د تیرو پنځلسو کلونو په پرتله د بشري حقونو وضعیت ښه شوی، خو لا هم په دې برخه کې جدي اندیښنې شته دي.

د دغه کمیسیون مشرې سیما سمر وویل، په افغانستان کې جګړو او د قانون نه حاکمیت ته په کتو، د بشري حقونو د ښه وضعیت د رامنځ ته کولو لپاره، قُربانیو ته اړتیا ده.

آغلې سمر وویل "پوهنې، روغتیایې آسانتیاو او عدالت ته لاسرسی د پخوا په پرتله ښه شوی دی، خو لا هم موږ د بشري حقونو، د قانون حاکمیت په برخو کې او له ویرې پرته د خلکو د ژوند په اړه له ډیرو جدي ننګونو سره مخ یو."

آغلې سمر په افغانستان کې امنیتي ستونزه، د خلکو د حقونو او د بشري حقونو د فعالینو پر وړاندې لویه ننګونه یاده کړه.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشرې دغه راز وویل، د لویو ملي پریکړو په برخه کې د ښځو له پراخ ګډون پرته په سیاسي، اقتصادي او سولې برخو کې پرمختګ ممکن نه دی.