غني: په افغانستان کې مو سولې ته نړيواله اوضاع برابره کړې

د افغانستان جمهور رئيس اشرف غني نن پکتيکا ولايت ته تللی و او هلته يې د يحيی خېلو ولسوالۍ ځانمرګي بريد د قربانيانو د کورنيو پر غړو سربېره د قومي مشرانو، دينی عالمانو، مدني ټولنو او ځوانانو په يوه ستره غونډه کې ګډون وکړ.

نږدې درې اونۍ مخکې د دغه ولايت په يحيی خېلو ولسوالۍ کې د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کې، چې د واليبال په يوه ميدان کې وشو، تر ۶۰ زيات کسان ووژل شول او تر ۷۰ زيات نور ټپيان شول.

جمهور رئيس اشرف غني په دغه غونډه کې د يحيی خېلو ولسوالۍ ياد شوی بريد په سختو ټکو وغانده او دا ډول بريدونه يې غير انساني او غير اسلامي کار وباله.

ښاغلي غني د ياد شوي ځانمرګي بريد د قربانيانو کورنيو ته د تسليت مراتبو پر وړاندې کولو سربېره، له هغوی سره د حکومت له لوري د پوره مرستو ژمنه هم وکړه.

جمهور رئيس په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په اړه هم خبرې وکړې او ويې ويل، چې په دې برخه کې يې نړيواله اوضاع برابره کړې او هيله من دي، چې يوې مثبتې نتيجې ته ورسېږي.

هغه زياته کړه، چې د سولې په اړه يې د ګاونډيو هېوادونو پر مشرانو سربېره د ځينو نورو هېوادونو له مشرانو سره هم خبرې کړې دي.

ښاغلي غني دغه راز د پکتيکا له خلکو سره هم کلکه ژمنه وکړه، چې د ښې حکومتوالۍ او خلکو ته د لازمو اسانتياوو د رامنځته کولو لپاره به د دغه ولايت په رهبرۍ کې اساسي بدلون رامنځته راکړي.

همدارنګه ښاغلي غني وويل، چې د ښرنې او ارګون ولسوالۍ تر منځ غځيدلی سړک به، چې د ډيورنډ کرښې ته رسيدلی، په اساسي توګه جوړوي او عملي به يې ترانزېټ کوي.

هغه دغه په دې ولايت کې د زېربناوو د راسپړلو، د برېښنا لپاره د بندونو د جوړولو، د پوهنې د پياوړتيا او ځوانانو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې کلکې ژمنې وکړې.

په ياده شوې غونډه کې د پکتيکا يو شمېر قومي مشرانو له جمهور رئيس څخه وغوښتل، چې دې ولايت د خپلې توجه پر زياتولو سربېره دې د پاملرنې له مخې ولایتونو تر منځ انډول وساتي.

په عين حال کې، چې د جمهور رئيس غونډه روانه وه، سلګونو خلکو د پکتيکا په مرکز ښرنه کې مظاهره وکړه او له ښاغلي غني څخه يې په کلکه وغوښتل، چې د دې ولايت ملکي او نظامي چارواکي له دندو لېرې کړي.

مظاهره کوونکو ويل، چې په دغه ولايت کې اوسنۍ ناامنۍ او د ولايت د نه پرمختګ لاملونه د والي، امنيې قوماندان، ملي امنيت رئيس او نورو چارواکو بې کفايتي، نا سالم مديريت او فساد دي.

مظاهره چيانو د يادو شويو چارواکو پرضد شعارونه ورکول او له جمهور رئيس څخه يې وغوښتل، چې نه يوازې له ندو يې لېرې کړي، بلکې څارنوالۍ ته دې هم ورمعرفي کړي.

د يادونې وړ ده، چې دوې اونۍ وړاندې هم د پکتيکا سلګونو خلکو په ښرنه کې د ځايي چارواکو پرضد مظاهره کړې وه او د ملي يووالي له حکومته يې د هغوی د برطرفه کولو غوښتنه کړې وه.

پکتيکا د افغانستان له هغو ولايتونو څخه يو دی، چې د خلکو په وينا په تېر ديارلس کلن حکومت کې ورته هيڅ د پام وړ توجه نده شوې او د خلکو لپاره ورته لازمې اسانتياوې نه دي برابر شوې.

ځايي خلک د پکتيکا د وروسته پاتې کېدو تر ټولو غټ لامل دا بولي، چې د ولايت د رهبرۍ چارواکو تل بې غوري کړې او د خلکو اړتياوو او غوښتنو ته يې هيڅ ډول ارزښت نه دی ورکړی.