غني: د افغان ځواکونو تمویل او تجهیز نه کمیږي، نړیوال ملاتړ لري

ولسمشر غني ټېنګار کړی چې باید داسې سوله وشي چې د ټولو حقونه په کې خوندي وي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، داسې مثتبه سوله غواړي چې عدالت پکې تامین او د خلکو حقوق پکې خوندي شي.

ښاغلي غني نن دوشنبه جنورۍ ۴ (مرغومې ۱۵) د افغانستن د ملي دفاع په وزارت کې د اصلاحاتو د ارزونې په اړه جوړه شوې غونډه کې ویلي چې د افغانستان حکومت سولې ته ژمنتیا لري.

هغه همدغه راز وویل چې د ملي اردو په بودجه، تمویل، تجهیز او روزنه کې کموالی نه راځي او زیاته کړه چې افغان سرتیري د حکومت د پاملرنې ترڅنګ د نړیوالې ټولنې ملاتړ هم له ځان سره لري.

ښاغلي‌ غني په سولې هم وغږېده او وویل: "د افغانستان حکومت سولې ته ژمنتیا لري، خو موږ هغه مثبته سوله غواړو چې عدالت پکې تامین، مشارکت زیات او د خلکو حقوق خوندي شي."

ولسمشر غني د سولې اړوند تازه څرګندونې پرداسې مهال کوي چې ټاکل شوې روانه اونۍ په دوحه کې د مخامخ بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو پیل شي.

تیره ورځ د افغانستان د جمهوري ریاست د مذاکراتي پلاوي یوه غړي امریکا غږ ته وویل که کوم تخنیکي ستونزه رامنځته نشي ټاکل شوې مذاکراتي پلاوی نن دوشنبه دوحې ته سفر وکړي.

پر همدې مهال د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال سرور دانش تمه ښودلې چې په دوهم پړاو مذاکراتو کې د تاوتریخوالي کمولو او اوربند ټينګېدو برخه کې له طالبانو سره یو توافق رامنځته شي.

نوموړي نن دوشنبه په کابل کې د اروپايي ټولنې له سرپرست «آرنات پاولز» سره لیدنه کې ویلي، که داسې ونشي د سولې خبرې به له خنډ سره مخامخ شي.

سرور دانش زیاته کړې چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي د راپور په اساس د ښځو د حقوقو، بیان ازادي، بشري حقوقو او د اقلیتونو د حقوقو په برخه کې د طالبانو فکرونو کې تغیر نه دی راغلی. خو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

د جمهوري ریاست د دوهم معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو په اساس په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سرپرست ویلي چې د تاوتریخوالي زیاتوالی، پر مدني فعالانو، خبریالانو او چارواکو باندې هدفي بریدونه د منلو نه دي او په وینا یې د سولې پر بهیر باندې تاثیر کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرو شااوخوا دوو میاشتو راپدېخوا په افغانستان کې پر مدني فعالانو او خبریالانو هدفي بریدونه زیات شوي دي.

په دغه موده کې شپږ تنه خبریالان په هلمند، کابل، غزني، ننګرهار او غور کې په وسله الو بریدونو او ماین چاودنو کې وژل شوي دي، خو تر دا مهاله یې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د تاوتریخوالي د پېښو په دوام تازه پېښه کې تیره ورځ د کاپیسا د علماو شورا د رئیس پر موټر د چسپکي ماین چاودنه کې پنځه تنه ووژل شول او نهه تنه نور ټپیان شول.د دغه چاودنې مسؤلیت هم کومې ډلې نه دی منلی.