غني د فاریاب سیلاب ځپلو د وضعیت د ارزولو لپاره میمنې ته تللی

د فاریاب ولایت ته د جمهور رئیس غني د وري د ۲۲ مې ورځې سفر په تیرو څلور نیمو کلونو کې ولایتونو ته د هغه اویاوم سفر دی.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، جمهور رئیس محمد اشرف غني، نن د پنجشنبې په ورځ ( وري ۲۲ مه) د فاریاب په ولایت کې په وروستیو سیلابونو کې خلکو ته د رسیدلو ځاني او مالي زیانونو د ارزولو لپاره د دغه ولایت مرکز د میمنې ښار ته تللی دی.

د ارګ له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې جمهور رئیس غني به فاریاب ته د خپل دغه سفر په ترڅ کې د سیلاب ځپلو کورنیو د استازو سره د کتنې سربیره د دغه ولایت د خلکو له بېلابېلو اقشارو له استازو سره هم جلا کتنې وکړي.

همداشان جمهور رئیس غني به د دغه سفر په لړ کې یو شمیر پرمختایي پروژې هم پرانیځي.

د ژمي د موسم د پای ته رسیدلو وروسته د پسرلي په لومړیو ورځو کې د سختو بارانونو له امله د فاریاب په ګډون په یو شمیر ولایتونو کې سیلابونه راووتل، چې د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې د دولت وزارت د راپور له مخې د وري د میاشتي له پیل څخه تر تیرې اونۍ پورې په لسو ولایتونو کې په کې ۷۱ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ژوبل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند حشمت خان بهادري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د دغو سیلابونو وروسته ۱۴ تنه لا درکه شوي هم دي.

د فاریاب ولایتي چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د وري اتمې او نهمې ورځو د باران د اورښت وروسته په سیلابونو کې د نورو ولسوالیو پرتله د خواجه سبزپوش په ولسوالۍ کې خلکو ته ډیر زیانونه اړولي دي.

ولایتي چارواکي وايي په دغو سیلابونو کې دولس تنه وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.

فاریاب ولایت ته د جمهور رئیس غني د پنجشنبې د ورځې سفر په تیرو شاوخوا څلورنیمو کلونو کې د افغانستان بیلابیلو ولایتونو ته د هغه اویاوم سفر دی.

جمهور رئیس غني د چهارشنبې په ورځ ( وري ۲۱مه ) د رسنیو له لارې د حکومت پر کړنو د خلکو د خبرولو لپاره" ملت ته د حکومت د حساب ورکولو"په نوم پروګرام د پیل په مناسبت په یوه ویډيوي وینا کې ویلي،چې په تیرو څه باندې څلورنیمو کلونو کې یې ولایتونو ته ۶۹ سفرونه کړي دي.

د جمهور رئیس غني سیاسي مخالفان ولایتونو ته د هغه سفرونه تر ډیره د جمهور رئیس غني د ټاکنیز کمپاین برخه ګڼي.

خو ارګ دا ډول تعبیرونه ناسم ګني او وايي، جمهور رئبس غني د افغانستان د جمهور رئیس په حیث د خلکو د احوال څخه د ځان د خبرولو لپاره دغسې سفرونه ته اړتیا لري او دا سفرونه د ټاکنو پورې اصلآ تړاو نه لري.

جمهور رئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله دواړو د روان لمریز کال د جمهوري ریاست د تلې د شپږمې ورځې په ټاکنو کې خپل نومونه لیکلي دي.

په دې ټاکنو کې ۱۸ نوماندانو خپل نومونه لیکلي، خو تراوسه د ټاکنو خپلواک کمیسیون د جمهوري ریاست د نوماندانو وروستی لیست نه دی خپور کړی.