غني: سولې په اړه اجماع شته خو وړاندیزونو کې یې اختلاف دی

جمهور رئیس د چهار شنبې په سهار د کاپیسا ولایت ته د سفر پر مهال د بریښنا د لیږد درې پروژې پرانیستې

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني وايي چې د طالبانو سره د اوربند په اړه پریکړه به ژر اعلان کړي.

ښاغلي غني د چهار شنبې په ورځ (زمري ۱۷ مه) د کاپیسا په ولایت کې یوې غونډې ته وویل چې ټاکنې، وسله والو طالبانو سره سوله او اوربند د افغان حکومت لومړیتوبونه دي.

جمهور رئیس غني وویل، چې په افغانستان کې د یو تل پاتې سولې د ټینګیدو لپاره کار کوي.

نوموړي وویل "د سولې په برخه کې بشپړه اجماع شته دی، د سولې په وړاندیزونو کې معقول اختلاف شته دی، مختلفې طرحې شته، هیله مې د ټول ملت څخه داده، چې د سولې په مشورو کې ځان شریک کړي".

جمهوررئیس غني د وسله والو طالبانو سره د بل اوربند په اړه هم وغږیږده او ویې ویل، چې په دې اړه به ژر خپله پریکړه له خلکو سره شریکه کړي. هغه وویل چې د طالبانو سره د سولې خبرو لپاره کار ته دوام ورکوي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د یو لوړپوړې پلاوي په مشرۍ نن سهار کاپیسا ته لاړ او هلته یې د بریښنا درې پروژې هم پرانیستلې.

د بریښنا د دریو پروژو پرانیستل

ښاغلي غني د کاپیسا ولایت د ګلبهار او کوهستان ولسوالیو د بریښنا درې پروژې پرانېستلې.

د افغانستان د بریښنا شرکت د معلوماتو له مخې په دې پروژو کې له پشتې سرخ نه تر ګلبهار پورې د ۲۲۰ کیلو ولټ بریښنا مزي غځول، ګلبهار کې د ۲۲۰/۲۰ کیلو ولټ سب سټیشن او د ګلبهار له سب سټیشن څخه تر تپې احمد بیک پورې د ۱۱۰ کیلو ولټ لیږدونکي مزي پروژې شاملې دي.

د بریښنا شرکت د یوې خبر پاڼې له مخې د دغو دریو پروژو مجموعي لګښت شاخوا ۶۵.۸ میلیونه امریکايي ډالره کېږي، چې د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ د انجنیري ټیم له خوا برابر شوې دي.

د بریښنا شرکت وايي، اوسمهال کاپیسا بریښنا، ۱۱۱۰۰ پیرودونکو ته د برښنا رسونې خدمتونه وړاندې کوي، چې د نوو پروژو د پرانیستلو وروسته به دیرش زره نوي پیرودونکي هم د خپلو کورونو د روښانه کولو لپاره ګټه واخلي.

د بریښنا شرکت د معلوماتو پر اساس د وارداتي مزي سره له تړل کېدو سربیره دا سب سټیشن د نغلو له تولیدي فابریکې سره هم وصل دی.

همداشان دا سب سټیشن پر کاپیسا ولایت سربیره، پروان، پنجشیر او ننګرهار ولایتونو ته هم د بریښنا رسونې زمینه برابروي.