غني: موږ سولې او جنګ ته چمتووالی نیسو

جمهو رئیس غني لغمان ته د خپل دغه سفر په ترڅ کې ۲۰۱ سیلاب قوماندانۍ څخه لیدنه وکړه او ختیځو ولایتونو له مسولینو سره یې خبرې وکړي

په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د قوماندانۍ چارواکي وايي جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې وړاندې د لوی اختر په درییمه ورځ د لغمان د ګمبیري په سیمه کې د دغې قوماندانۍ مرکز ته ورغلی وواو هلته یې د ختیځو ولایتونو ملکي او امنیتي چارواکو سره د دغو ولایتونو په وضعیت خبرې کړي دي.

د قوماندانۍ چارواکو امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې جمهور رئیس غني د ختیځو ولایتونو د چارواکو سره د لیدو کتو وروسته بیرته کابل ته ستون شوی دی.

د لغمان د والي د دفتر ویاند سرحدي ځواک هم امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې جمهور رئیس غني ۲۰۱ سیلاب قول اردو منسوبینو ته د لوی اختر مبارکي ورکړه او د امنیت د ټینګښت په برخه کې یې د هغوی هڅې وستایلې.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د قوماندانۍ د اعلامیې له مخې جمهور رئیس غني د ختیځو ولایتونو ملکي او امنیتي چارواکو سره په غونډه کې هغوی ته ویلي چې"موږ اوس هم د جګړې او هم د سولې لپاره د ماده ګۍ په حال کې یو"

جمهوررئیس غني وویل چې هوايي قواوې به ډېر ژر د تېر په پرتله دوه برابره تجهیز کړي.

ښاغلي غني وویل د دې سفر هدف یې د ختیځو ولایتونو له ملکي او نظامي مقاماتو سره لیدل او همدا شان د امنیت په برخه کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د وروستیو هڅو او خاصتآ د اختر په شپو ورځو کې د امنیت د ټینګښت څخه د قدردانی څرګندول وو.

جمهوررئیس غني وویل چې ګډو افغان امنیتي ځواکونو په ننګرهار کې د داعش ډله ځپلې چې دا د امنیتي ځواکونو قوت ښیي.

همداشان جمهور رئیس غنيد خپلو خبرو وړاندې لومړی د ختیځو څلورو ولایتونو له والیانو او وروسته بیا له د دغو ولایتونو له امنیه قوماندانو، د ملي امنیت له منسوبینو، افسرانو او بریدملانو سره بېلابېلې کتنې وکړې او د ختیځ زون په کچه یې د امنیتي وضعیت جاج واخیست.

د جمهور رئیس غني د دغه سفر په وخت رسنیو ته بلنه نه وه ورکړل شوې.