جمهور رئیس غني جینوا کنفرانس کې د ګډون لپاره سویس ته لاړ

د افغان جمهوري ریاست وايي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د سویس هیواد د ژنیو ښار ته روان شوی دی.

ټاکل شوې، جمهور رئیس محمد اشرف غني به د افغانستان په اړه د ژنیو په کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ د دغه کنفرانس ګډونوالو ته وینا هم وکړي او د کنفرانس په څنډه کې به د یو شمیر هیوادونو له استازو سره هم لیده کاته وکړي.

د افغانستان په اړه د ژنیو دوه ورځینی کنفرانس د سه شنبې په ورځ پرانیستل کیږي.

ټاکل شوې، چې په دې کنفرانس کې به اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم ګډون وکړي.

د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي امریکا غږ ته وویل، چې په ژنیو کنفرانس کې افغانستان سره نوې مالي ژمنې نه کیږي، بلکې دا کنفرانس د متقابلو ژمنو د ارزونې یو کنفرانس دی.

هغه وویل، دا کنفرانس به په ګډه د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې له خوا اداره شي، چې په ترڅ کې به یې افغان حکومت او نړیواله ټولنه د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو لپاره سره ګډې ژمنې وکړي.