غني او عمران خان پر سولې او امنیت خبرې کړي دي

پاکستان ته د جمهور رئیس محمد اشرف غني دا سفر په تیرو څلورو کلونو کې دوهم سفر دی.

جمهور رئیس محمد اشرف غني نن د پنجشنې په ورځ ( چنګاښ ۶ مه) اسلام اباد ته د رسیدلو لږ وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره وکتل او بیا د دغه هیواد د صدراعظم عمران خان سره د خبرو لپاره د صدرات مانۍ ته لاړ.

په اسلام اباد کې د امریکا غږ خبریال وایي، لومړی جمهور رئیس غني او صدراعظم عمران خان دواړو په جلا توګه سره خبرې وکړې او بیا د دغو خبرو وروسته د دواړو هیوادونو د پلاو غړو هم په دې خبرو کې برخه واخیستله.

ښاغلي غني همداراز د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره په خپل ملاقات کې د افغان سولې لپاره د پاکستان هڅې وستایلې.

جمهور رئیس غني سره په دې سفر کې د افغانستان د ملي امنیت رئیس حمدالله محب، د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي، د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مسعود اندرابي د ملي امنیت رئیس محمد معصوم ستانکزی،د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي معین ادریس زمان او د جمهور رئیس د دفتر رئیس عبدالسلام رحیمي هم ملګري دي.

د پاکستان د حکومت له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې وویل شوي، چې د دواړو هیوادونو مشران په سیاسي، سوداګریزو، امنیتي، سولې او پخلاینې او پوهنې او د خلکو ترمنځ د اړیکو پر مسلو خبرې کوي.

د دغې اعلامیې له مخې جمهور رئیس محمد اشرف غني به د خپل دوه ورځیني سفر په ترڅ کې لاهور ته هم لاړ شي او هلته به د دواړو هیوادونو د سوداګرو او پانګه والو یوې ګډې غونډې ته وینا هم وکړي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د پنجشنبې په سهار له کابل څخه د اریانا افغان هوايي شرکت په الوتکه کې اسلام اباد ته لاړ.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، ښاغلي غني د پاکستان د صدراعظم عمران خان په رسمي بلنه دغه هیواد ته سفر کړی دی.

د ارګ له خوا په خپره شوې لنډه اعلامیه کې ویل شوي، چې جمهور رئیس محمد اشرف غني به د دغه سفر په ترڅ کې د پاکستاني چارواکو سره د سیمه ییز اتصال، سوداګرۍ، ټرانزیټ، امنیت او سولې پر مسلو هراړخیز بحثونه وکړي.

پاکستان ته د ښاغلي غني د سفر وړاندې د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند محمد هارون چخانسوري رسنیو ته په یوې استول شوې ویډیو وینا کې ویلي، چې جمهور رئیس غني به د خپل دغه سفر په ترڅ کې دا معلومه کړي، چې پاکستان په افغانستان کې د څلویښت کلن ناورین پای ته رسیدلو کې څرنګه همکاري کولی شي.

ښاغلي چخانسوري ویلي " "د افغانستان حکومت، خلک او نړیوال اوس دې ته آماده دي تر څو ۴۰ کلن بحران ته د پای ټکی کېږدي او باید ولیدل شي، چې د منطقې هیوادونه، خصوصاً پاکستان په دې برخه کې څومره آمادګي لري او څه رقم همکاري کولی شي".

ښاغلي چخانسوري ویلي، چې جمهور رئیس غني ته د پاکستان تیر حکومت مشرانو او هم صدراعظم عمران خان د دغه هیواد څخه د کتنې لپاره څو ځلې بلنې ورکړې وې، خو جمهور رئیس غني اسلام اباد څخه د لیدنې پریکړه د افغانستان د سولې د مشورتي لویې جرګې د استازو د غوښتنې وروسته وکړه.

دا په تیرو څلورو کلونو کې پاکستان ته د جمهور رئیس محمد اشرف غني دوهم سفر دی.
جمهور رئیس محمد اشرف غني په داسې حال کې پاکستان ته سفر کړی، چې تیره اونۍ د افغانستان د جمهوري ریاست یو شمیر نوماندانو، یو شمیر پخوانيو جهادي مشرانو او سیاسي شخصیتونو هم دغه هیواد ته تللي وو او له پاکستاني چارواکو سره یې د افغانستان د سولې او د دغو دوو هیوادونو پر اړیکو خبرې کړې وې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغان سیاسي مشرانو غونډې ته په وینا کې افغانستان سره د خپل هیواد د ښو اړیکو یادونه کړې او ویلي دي، چې اسلام اباد په افغانستان کې د ستراتیژیکو اهدافو په لټه کې نه دی.

جمهور رئیس محمد اشرف غني اسلام اباد ته په داسې مهال تللی، چې لا هم د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې بیرته عادي حالت ته نه دي راغلي.

د هند او پاکستان ترمنځ د روان میلادي کال په لومړیو اونیو کې د پوځي اقداماتو وروسته اسلام اباد په هغو بهرنیو الوتکو د خپل هوایي قلمرو څخه پر تیریدلو بندیز ولګوه، چې د دغه هیواد له لارې یې هندوستان ته تګ راتګ کوه.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند د ادارې د معلوماتو له مخې د دغه بندیز له امله افغانستان ته په تیرو پنځه میاشتو کې اوه میلیونه ډالره زیان رسیدلی دی.

ددغه بندیز له امله د هند دوو هوایي شرکتونو هم کابل او نوي ډهلي ترمنځ خپلې الوتنې بندې کړي دي.

اوس مهال د افغانستان دوه هوايي شرکتونه د کابل او نوي ډهلي ترمنځ پر نورو هوايي لاروالوتنې کوي، چې له امله یې د تګ راتګ فاصله نږدې پنځه ساعتونو ته اوږده شوې ده او د لارې کرایه هم پورته تللې ده.

د کابل او نوي ډهلي ترمنځ د پاکستان د هوايي قلمرو له لارې دا فاصله شاوخوا یو نیم ساعت ته رسیږي.