جمهور رئیس غني نږدې ورځو کې هند ته ځي

جمهور رئیس غني به هند ته د خپل سفر په ترڅ کې د نورو مسایلو ترڅنګ سیمې ته د تروریزم د ګواښونو په اړه هم خبرې وکړي

د افغانستان په حکومت کې سرچینې وايي چې ټاکل شوې، جمهوررئیس محمد اشرف غني به په نږدې ورځو کې د هندي چارواکو سره د خبرو لپاره نوې ډهلي ته په یو رسمي سفر لاړ شي.

دا سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي د امریکا غږ اشنا راډيو ته ویلي، جمهور رئیس غني به په نوې ډهلي کې د هندي چارواکو سره د تروریزم په اړوند د خبرو ترڅنګ د کابل او نوې ډهلي ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیتي اړیکو د پراخیدو په مسلو هم وغږیږي.

که څه هم افغان حکومت لا ډهلي ته د جمهور رئیس غني د سفر دقیقه نیټه نه ده اعلان کړې، خو هندي رسنیو له وړاندې ویلي، چې د افغانستان جمهور رئیس به د راروانې سه شنبې په ورځ دغه هیواد ته سفر وکړي.

د تیرې عیسوي میاشتې په وروستیو کې د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د یو پلاوي په مشرۍ نوې ډهلي ته سفر کړې وو.

هند د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د سترو مرسته کوونکو هیوادونو په ډله کې شمیرل کیږي.

جمهور رئیس غني په داسې حال کې هند ته ځي، چې پاکستاني رسنیو دغه هیواد ته د هغه د سفر په اړه هم رپوټونه خپاره کړي دي، خو ارګ لا پاکستان ته د جمهور رئیس غني د سفر په اړه خپاره شوي رپوټونه نه دي تائید کړي.

تیره اونۍ افغانستان د یو شمیر خونړیو پیښو شاهد و. افغان حکومت وایي دا بریدونه د هغو ډلو له خوا ترسره شوي چې په پاکستان کې خوندي پټنځایونه او د روزنې مرکزونه لري.

خو پاکستان دغه تروریستي پیښې په سختو ټکو غندلي دي.