سپینه ماڼۍ: جمهور رئیس بایډن د ملاتړ څرګندولو لپاره اسرائیل ته ځي

جمهور رئیس جو بایډن پدې سفر کې د اسرائیل، فلسطین، اردن او مصر د مشرانو سره ګوري.

سپینه ماڼۍ وایي چې جمهور رئیس جو بایډن به راتلونکې چهارشنبې اکټوبر ۱۸مه د حماس بریدونو څخه وروسته اسرائیل سره د ملاتړ څرګندولو لپاره دې هیواد ته په رسمي سفر ولاړ شي.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې چې دوشنبه اکټوبر ۱۶ (تلې۲۴) ناوخته خپره شوې ویل شوي چې ښاغلی بایډن به د اسرائیل څخه وروسته اردن ته ولاړ شي چې د باچا عبدالله، د مصر جمهور رئیس عبدالفتاح السیسي او فلسطین د جمهور رئیس محمود عباس سره وګوري.

په اعلامیې کې همدارنګه راغلی چې بایډن به د اسرائیل سره د ملاتړ څرګندولو تر څنګ په راتلونکو ګامونو سلا مشورې وکړي.

په همدې حال کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن چې وار د مخه اسرائیل ته تللی او د څه باندې اتو ساعتونو لپاره یې داسرائیل د دفاع په وزارت کې د صدراعظم بنیامین نیتنیاهو سره ملاقات درلود، وایي چې جمهور رئیس بایډن به پدې سفر کې یو ځل بیا د اسرئیل سره د متحده ایالاتو په ژمنتیا ټینګار وکړي.

بلینکن وویل "اسرائیل حق لري او دا یې مسؤلیت دی چې د حماس او نورو ترهګرو ډلو څخه د خپل ولس دفاع وکړي او پرې نږدي چې په آینده کې دا ډول بریدونه وشي."

په اسرائیل د حماس برید څخه سمدستي وروسته متحده ایالاتو دې سیمې ته یوه الوتکې وړونکې کښتۍ واستوله او د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیوډ آسټن تیره ورځ وویل چې د مدیترانیې سمندرګي ختیځې برخې ته بله الوتکې وړونکې کښتۍ استوي تر څو د اسرائیل پر ضد د "خصمانه کړنو" مخه ونیسي او پرې نښودل شي چې دا جګړه نورو سیمو ته پراخه شي.

د حماس برید څخه وروسته متحده ایالاتو اسرائیل ته مهمات واستول او تر څنګ یې هیوادونو ته چې نومونه یې ندي اخیستل شوي، دا خبرداری هم ورکړ چې دا جګړه دې نه پراخوي. سپینه ماڼۍ وایي جمهور رئیس بایډن غواړي له اسرائیل څخه واوري چې د خپل ولس د دفاع لپاره څه شي ته اړتیا لري.

سره لدې چې د حماس برید څخه وروسته اسرائیل په غزې خوراکي مواد، برښنا او سون موادو ورتګ بند کړ خو د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وایي د اسرئیلي چارواکو سره په خبرو کې یې ډاډ تر لاسه کړی غزې تړانګې ته به د بهر څخه مرستو رسیدو په هکله کار کوي.

د بایډن تګ داسې وخت کیږي چې اسرائیل په غزې د ځمکې لارې یرغل لپاره چمتوالی نیسي او د دې تړانګې شمال کې یې څه باندې یو ملیون وګړو ته خبرداری ورکړی چې باید جنوب ته کډه شي.

انټوني بلینکن وړاندې وویل چې جمهور رئیس به د اسرائیل څخه پدې هکله هم معلومات واخلي چې دا عملیات هغوي څه ډول اجرا کوي چې له یوې خوا د ملکیانو مرګ ژوبله کمه وي او له بلې خوا غزې ته بشري مرستې پداسې شکل ولاړې شي چې ګته یې حماس ته ونه رسیږي.

د بهرنیو چارو وزیر پدې هکله وویل، "زمونږ په غوښتنې، متحده ایالاتو او اسرائیل ومنله چې داسې یو پلان جوړ کړي چې له مخې یې د بسپنه ورکوونکو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو مرستې په غزې کې ملکیانو ته ورسیږي."

د امریکا جمهور رئيس داسې مهال اسرائیل ته ځي چې ایران پر اسرائیل پر ضد د مخنیونکي اقدام خبرداری ورکړی.

داسې ویرې شته چې ښایي د اسرائیل – حماس جګړه به د لبنان پولو ته وغځیږي چې څه موده وړاندې د ایران له ملاتر برخمنو د حزب الله وسله والو د اسرائیل په پنځو پوستو بریدونه وکړل.

د اسرائیل صدراعظم بنجامین نیتن یاهو چې د دوشنبې په ورځ یې د هیواد پارلمان ته وینا کوله، ایران او حزب الله ته په خبرداري کې وویل، "مونږ په شمال کې مه آزمایښت کوئ. تیرې غلطۍ مکوئ. نن چې کوم قیمت ښایي تاسو ادا کړئ، ښایي ډیر دروند وي".

د نیتن یاهو اشاره د حزب الله سره هغې جګړې ته وه چې په ۲۰۰۶ کال کې شوې وه.