جمهور رئیس غني په یو ورځني سفر ترکمنستان ته لاړ

President Ghani Trip

ارګ وایي چې جمهور رئیس محمداشرف غني نن د یکشنبې د ورځې په سهار د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په یو ورځني رسمي سفر د ترکمنستان پلازمېنې عشق اباد ته روان شوی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست په یو بیان کې ویلي، جمهور رئیس غني به په دې سفر کې د ترکمنستان جمهور رئیس قربانقلي بردي محمدوف او د تاجکستان جمهور رئیس امام علي رحمان سره پر جلا کتنو سربېره د آسیایي لوبو د رسمي پرانیستې مراسمو کې هم ګډون وکړي.

جمهور رئیس غني سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د زیربناو په چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي، د منځنۍ آسیا په چارو کې د جمهور رئیس ځانګړی استازی محمد شاکر کارګر، په سوداګریزو چارو کې د جمهور رئیس سلاکار سیروس علاف او د جمهوري ریاست د دفتر د ستراتيژیکو چارو او رسنیو مرستیال محمد هارون چخانسوري هم ملتیا کوي.

ټاکل شوې چې د ترکمنستان څخه د لیدنې وروسته به جمهوررئیس محمد اشرف غني په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون لپاره امریکا ته لاړ شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې جمهوررئیس غني سره به نیویارک ته په سفر کې د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست صلاح الدین رباني هم ملګری وي.

د بهرنیو چارو د وزارت د اعلامیې له مخې جمهور رئیس غني به د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وینا ترڅنګ د یو شمیر هیوادونو د مشرانو او بهرنیو چارو له وزیرانو سره هم لیده کاته وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې د سپټامبر په نولسمه ورځ پیلیږي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني په لومړي ځل د افغانستان د جمهوررئیس په توګه د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډو کې ګډون کوي.

د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ راروانه غونډه د دغې ټولنې ۷۲ مه غونډه ده، چې سږکال د پوهنې، چاپیریال ساتنې او ټولنیز پرمختګ پر سر د بحثونو ترڅنګ سولې ته د خلکو د لیوالتیا او ټولو خلکو ته د یو شان ښه ژوند شرایطو د برابرولو تر عنوان لاندې غونډې کوي.