ارګ: افغانان به د سولې د خبرو رهبري کوي او امریکا اسانتیا برابروي

د افغانستان جمهوري ریاست د امریکااو طالبانو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو په اړه، د نیویارک ټایمز ریپوټ ته په غبرګون وايي، د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د افغانانو په رهبري ترسره کیږي او امریکا په دغه پروسه کې د آسانتیاو په برابرولو کې له افغانستان سره همکاري کوي.

د ارګ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د سې‌شنبې په ورځ (چنګاښ ۲۶) امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې امریکا د افغان حکومت په غوښتنه، د سولې په خبرو کې د آسانتیاو برابرولو او له دغې پروسې څخه د ملاتړ لپاره چمتوالی ښودلی دی.

ښاغلي مرتضوي ټينګار وکړ "له طالبانو سره د خبرو لوری د افغانستان حکومت دی او هیڅ څوک نه شي کولی، چې په استازولی کې د افغانستان د خلکو او افغان حکومت ځای ونیسي".

خو د ارګ مرستیال ویاند تائید کړه، چې امریکا به د افغانستان د سولې په پروسه کې ګډون ولري.

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه، د افغان حکومت د سولې طرح، چې د کابل پروسې او ازبکستان په غونډو کې او په دې وروستیو کې د ناټو په سرمشریزه کې وړاندې شوه، د نړیوالې ټولنې له خوا یې ملاتړ شوی دی.

د نیویارک ټایمز د ریپوټ پر بنسټ، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې، خپلو لوړپوړو ډیپلوماټانو ته له وسله‌والو طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل لپاره د اقداماتو د ترسره کولو امر کړی.

د نیویارک ټایمز په ریپوټ کې راغلي، چې له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د امریکا لیوالتیا، په افغانستان کې د سولې د خبرو بن‌بست ماتولو لپاره د ښاغلي ټرمپ د ادارې بیړه ښيي.

نیویارک ټایمز د امریکايي چارواکو له قوله لیکلي دي، چې امریکا په دغو مذاکراتو کې د افغان حکومت د ځای نیولو نیت نه لري، بلکې غواړي چې د سولې د خبرو بن‌بست مات او د پراخو مذاکراتو لپاره زمینه برابره کړی.

د افغانستان د سولي عالي شورا هم له وسله‌والو طالبانو سره د امریکا د مخامخ مذاکراتو له هڅو څخه هرکلی کړی، خو ویلي یې دي چې د افغان سولې په تړاو ټولې خبرې د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ ترسره کیږي.

د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري د دوشنبې په ورځ امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره د امریکا وروستي اقدامات، په دغې پروسه کې د افغانانو مالکیت ته زیان نه رسوي، بلکې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو له پیلولو سره مرسته کوي.

سیداحسان طاهري زیاته کړه، چې د افغان سولې په تړاو د امریکا تازه اقدامات به دغې پروسې ته د سرعت ورکولو لامل شي.

د امریکا حکومت په داسې حال کې له وسله‌والو طالبانو سره د مخامخ مذاکراتو هڅې پیل کړي، چې له دې وړاندې افغان حکومت دغې ډلې ته له قید او شرط پرته د سولې د خبرو وړاندیز کړی، خو طالبانو تل له افغان حکومت سره د سولې خبرې رد کړي او پر ځای یې له امریکا سره پر مخامخ مذاکراتو ټینګار کړی دی.