د نجونو د سنتولو خلاف مسلمانې افریقايي مبارزې ۱.۴ میلیون ډالر جایزه وګټله

د عامې روغتیا مبارزه اډنا عدن اسماعیل

د روغتیا د چارو مسلمانې افریقايي مبارزې اډنا عدن اسماعیل چې د ښځو د سنتولو خلاف یې په ختیځه افریقا کې څو لسیزې مبارزه کړې، د سه شنبې په ورځ مۍ ۱۶ (غوايي ۲۶) د ټیمپلټن په نوم د نړۍ یو له ترټولو ستره ۱.۴ میلیون ډالر کلنۍ جایزه وګټله.

د ښځو د تناسلې آلې د پرې کولو یا سنتولو عمل د افریقا په ځینو مسلمانو او غیرمسلمانو ټولنو کې عام دی، چې دردناک او په ځینو مواردو کې د انسان د ژوند ګواښونکی بلل کیږي.

اسماعیل وايي په اته کلنۍ کې یې مور هغه د پلار له خوښې پرته سنت کړې وه. وايي، د سنت کېدلو له کبله د زیږون پرمهال له سختو اختلاطاتو سره مخامخ شوې ده.

اسماعیل وايي په سومالیا کې یې د قابلې په توګه کار کاوه، او په ۱۹۷۶ کال کې په سودان کې په یو روغتیايي کنفرانس کې د ګډون پر مهال د ښځو د سنتولو د اغېزو په اړه د مسلمانو هېوادونو د استازو د نظرونو له اورېدو وروسته وهڅېدله چې په خپل هېواد کې ددې کار په خلاف غږ پورته کړي.

هغې وروسته د سومالیا د روغتیا په وزارت کې د رئیسې په توګه، د ښځو د سنتولو په خلاف مبارزه پیل کړه.

دا هم ولولئ په افریقا کې د نارینوو د سنتولو کمپاین پيل شو

اسماعیل د ټیمپلټن جایزې د مراسمو لپاره په ثبت شوې یوه ویډیو کې وايي: "اسلام د مېرمنو سنت کول منع کړي دي... د هغه درد په یادول چې په اووه یا اته کلنۍ کې په ما تیر شوی دی، ما اوس هم هره ورځ ځوروي. زخم رغېږي خو درد مو هېڅکله نه پرېږدي."

په داسې حال کې چې پدې برخه کې پرمختګ شوی، خو د ښځو سنت کول اوس هم په ځینو هېوادونو کې عام دي.

په بریتانیا او امریکا کې هم د ښځو د سنت کولو یو شمېر قضیې ثبت شوي دي. اسماعیل وايي، هغې پتېیلې ده چې ددې عمل په بشپړ ډول د پای ته رسولو دپاره به خپله مبارزه جاري وساتي.