په پاکستان کې یوې خوا ته د پښتون تحریک تنظیمونکي او ملاتړکونکي په پیښور کې د اتم اپریل د احتجاجي غونډې تیارۍ کوي نو بلې خوا ته د دغې تحریک په ضد په ټولنیزو رسنیو پروپاگنډ زور اخیستی.
په ټولنیزو رسنیو د یو څو ورځې راهیسې په منظور پښتین او د هغه په ملگرو تورونه لگول کیږي چې هغوي د هند، افغانستان او د امریکا جاسوسان دي او د پاکستان د پوځ ضد کار کوي. پروپاگنډ کونکو ځینې هیش ټیگونه پیل کړیدي، چې یو یې "د پښتون تحریک دروغ" او بل یې "پښتون تحریک پاکستاني طالبان" دي
په ټویټر د دغه اکاونټ چلونکي/ چلونکی چې خپل نوم یې سحر ناز لیکلی دی، پوښتنه کوي چې پښتین هغه وخت کوم ځای و چې طالبانو د پښتنو ضد ظمونه کول.
When the TTP butchers were slaughtering Pashtuns in north and south Waziristan, where were Pashtun tahafuz movement?? #TTPisPTM pic.twitter.com/gvQFcyaxIR
— Sehar Naz (@sehar_naz1) March 31, 2018
په ټویټر دا ډول سلگونه ټویټونه شریک شویدي.
Let%27s meet the latest CIA/RAW%27s attempts to ignite a "Pashtun spring" in Pakistan. EXPOSED !#TTPisPTM pic.twitter.com/EoBGJSw6cZ
— Shan (@ShaanPakistani) March 31, 2018
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور هم تیره اونۍ یوې خبرې غونډې ته په وینا کې په افغانستان تور ولگاوه چې د پښتون تحریک سره یې زیاته خواخوږي څرگنده کړیده.
په پاکستان کې د سیاسي چارو کارپوه او لیکوال عمران خان امریکا غږ ته وویل چې دا ډول پروپاگنډ د پاکستان د استخباراتي ادارو کارونه دي. "آي ایس آي د ټولنیزو رسنیو څانگه لري او هغوي دا ډول کارونه کوي."
د پښتون تحریک ملاتړ کونکو هم دغه هیش ټیگونو ته ځواب ویلی دی. د تحریک یو ملاتړی او د ټولنیزو رسنیو فعال عابد ریاض په خپل ټویټر لیکي.
All this is part of covert operations against PTM. This is not just Farhan Virk. Look at the tremendous organization behind it. The content is so good-looking as if produced by a team and then released for use. #TTPisPTM
— Abid Riaz (@abedreyaz) March 31, 2018
"دا ټول د پښتون تحریک په ضد د عملیاتو یوه برخه ده. دا یواځې د یو کس کار ندی. د دی شاته سترې ادارې ته پام وکړئ. دغه مواد ډیر ښه ښکاري. داسې ښیې چې دا مواد یو ټیم تیار کړی وي او بیا یې ( د دی هدف لپاره) استعمال کړی وي."
په ټولنیزو رسنیو د پښتون تحریک ضد پروپاگنډ په ځواب کې منظور پښتین هم په خپل فیس بک تبصره وکړه او وې ویل چې د دا ډول پروپاگنډ پروا نلري او د ملاتړو نه یې وغوښتل چې په راتلونکي غونډې کې گډون وکړي.