اعتراض‌کوونکو د کندز د ولایت دروازې مخې ته خیمه درولې

په کندز کې ددې تر څنګ چې د ښار شاوخوا سیمو کې وسله وال طالبان له افغان ځواکونو سره جګړې کوي، د ښار دننه هم د ترور او د ماشومانو د اختطاف پیښې کیږي.

پرون سهار د یو شخصي ښوونځي له مخې یو ماشوم تښتول شوی دی نن یو شمیر خلکو ددغه ماشوم د خلاصون لپاره د ولایت مخې ته د اعتراض په ډول خیمه درولې، که څه هم اعتراض کوونکي ولایت ته د مراجعینو د تګ مخنیوی نه کوي، خو هیڅوک زړه نه ښه کوي چې د خپلو کارونو لپاره د ولایت ودانۍ ته ننوځي.

دغه خلک غوښتنه کوي چې والي او امنیتي ارګانونه باید په ښار کې د اختطاف کوونکو ډلې ونیسي؛ او تښتول شوی ماشوم باید راخلاص کړي.

جاحي احمد په کندز ښار کې د زرګرۍ دوکان لري او ددغه ښار له سرمایه دارو شمیرل کیږي وايي چې یوازې دده ځوی نه دی چې پرون تښتول شوی بلکه دده په څیر د نورو سرمایه دارو خلکو زامن هم تښتول شوي دي او د پیسو په بدل کې خوشې شوي دي.

د یو بل سوداګر ضیاالحق لس کلن ځوی د یو کال په وقفه دوه ځل تښتول شوی او د پیسو په بدل کې یې خوشې کړی دی.

هغه په یوه غونډه کې په ښکاره ویل چې په کندز کې اختطاف کوونکي ټول هغه پخواني قوماندانان دي چې اوس هم وسلې لري.

د کندز اوسیدونکي وايي چې په دغه ښار کې اکثر د سرمایه دارو او سوداګرو بچیان تښتول کیږي او د پیسو په بدل کې بیرته خوشې کیږي، خو امنیتي ځواکونه د ښار په منځ کې د وژنو او اختطاف په مخنیوي باندې لا تراوسه نه دي بریالی شوي.

عبدالمتین د ښار اوسیدونکی دی هغه له کندز څخه د سرمایه دارو د وتلو علت د هغوي د اولادونو ژوند ته ورپیښ خطرونه یادوي چې اولادونه یې تښتول کیږي.

د کندز د والي ویاند نعمت الله تیموري وايي چې د دغه ماشوم له تښتول کیدو وروسته د ښار یوه برخه محاصره شوې او په نتیجه کې یې ۹ تنه مشکوک کسان نیول شوي دي.

هغه زیاتوي چې پر یو تن یې عامو خلکو شاهدي هم ورکړه چې د اختطاف پر وخت لیدل شوی دی.

تیموري دا هم وویل چې اوس مهال له نیول شویو کسانو څخه تحقیقات جریان لري، تر څو تښتول شوی ماشوم پیدا او کورنۍ ته یې وسپاري.

د کندز ولایت مخې ته په داسې حال کې اعتراض کوونکي خیمه دروي چې په تخار، فاریاب، مزار او جوزجان ولایتونو کې هم د جنبش ګوند د طرفدارو له خوا د دولتي ادارو دروزاې تړل شوي دي. خو د کندز ولایت مخې ته د دغې خیمې درول کوم سیاسي اړخ نه لري.