د پاکستان د پښتنو مظاهرې او د منظور احمد پښتین اثر

په اسلام اباد کې د یو محصل احمد شاه د قتل خلاف مظاهره

په اسلام اباد کې د نقیب الله د قتل ضد د مظاهرو نه وروسته د یو بل قبایلي ځوان احمد شاه د وژنې په ضد مظاهره شویده.

احمد شاه چې په کراچۍ کې محصل و، د باجوړ د سېمې سره یې تعلق لرلو. ٢٢ کلن احمد شاه د فبرورۍ په ١٧ نیټه نامعلومو کسانو وواژه.

د دغه ځوان محصل د وژنې په ضد په باجوړ کې هم لویه مظاهر وشوه چې په زرگونو کسانو پکې گډون وکړ.

د اسلام اباد په احتجاج کې یو گډونکونکي ریحان خان امریکا غږ ته وویل چې د ولس د ژوند حفاظت د حکومت فرض دی. هغه وویل " مونږ د احمد شاه د قتل ضد راوتلي یو او مونږ د سند د حکومت نه غواړو چې د دې ملک قوانین دې نافذ کړي. مونږ د احمد شاه د قتل تحقیقات غواړو."

دغو مظاهره کونکو شعارونه لگول چې په پښتنو ظلم دې نور بند شي.

د منظور احمد پښتین اثر

د یادونې وړ ده چې دا د پاکستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې پښتانه په دومره لویه کچه احتجاجونه کوي. ځلمی خان چې په اسلام اباد کې د سیاسي چارو کارپوه دی، وویل "منظور احمد نورو پښتنو ته حوصله ورکړیده. او پښتانه اوس چې په پاکستان کې هرځاې دي، هغوي راویښ شویدي."

په کراچۍ کې د وزیرستان د یو ځوان نقیب الله محسود په یوې جعلي پولیس مقابلې کې د وژل کیدو نه وروسته د فرورۍ په لومړنۍ نیټه د پښتون تحفظ مومنټ د مشر منظور احمد پښتین په مشرۍ پښتنو په اسلام اباد کې احتجاج پیل کړ. د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو د مظاهرو د تنظیمونکو سره لوظ وکړ چې غوښتنې به یې ومنل شي او هغوي دې نور د احتجاج نه لاس واخلي.

په اسلام اباد کې د یوې اونۍ د احتجاج نه وروسته پښتنو خپل احتجاج ختم کړ خو د دغې احتجاج په ملاتړ د نړۍ په بیلا بیلو ملکونو کې هم احتجاجي غونډې وشوی چې پکې واشنگټن، ټورنټو او اروپایي ملکونه شامل و.

د فبرورۍ په ولسمه نیټه په سوات کې د پوځ د امنیتې پوستو په ضد مظاهرې وشوې. د دغو مظاهرو نه وروسته د سوات پولیسو د مظاهروکونکو په ضد د ترهگرۍ قضیه رجسټر کړه چې د هغې په ځواب کې منظور احمد پښتین اعلان وکړ هغه به د فبرورۍ په ٢٥ سوات ته ورځي او د سواتیانو سره به په مظاهرې کې گډون کوي.

د هغه د اعلان نه وروسته د سوات ورځپاڼې زما سوات د فبرورۍ په ٢١ یو خبر خپور کړ چې د سوات د کبل د سیمې نه یوه امنیتي پوسته ختمه شوه.

منظور احمد پښتنو په خپل فیس بک په یوې ویډوېي پیغام کې اعلان کړیدی چې د مارچ په دریمه به کویټه ته ورځي او غونډه به کوي هغه وویل چې هغه به هلته د پښتنو په مسلو خبرې کوي او د حل تگلاره به جوړه کړي.

په فلوریډا کې د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر محمد تقي امریکا غږ ته وویل "زه د منطور پښتین د فکر او د هغه د صبر درناوې کوم. هغه ډیر قرارخویه شخصیت لري. زه دا احساس کوم چې هغه په خپل زړه ډیرې خبرې لري لکه د هغو خلکو پشان چې هغه یې استاځیتوب کوي."

محسن داوړ امریکا غږ ته وویل چې منظور پښتون اوس د پښتنو د غورځنگ نوم دی.