د کابل ـ مزارشریف لویه لار د ترافیکو پرمخ بیرته پرانیستل شوه

اعتراض‌کوونکو د کابل - شمال لویه لاره د بغلان په مرکز پلخمري کې تړلې ده.

د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې لسګونو اعتراض‌ کوونکو، په فاریاب ولایت کې د دولت د وسله‌والو مخالفینو له خوا د ملي اردو په لیکو کې په دنده د بوختو خپلو زامنو د محاصره کیدو په غبرګون، د سې شنبې په ورځ د کابل ـ مزارشریف لویه لاره د څو ساعتونو لپاره د ترافیکو پر مخ د تړلو وروسته غرمه مهال بیرته پرانیستله.

اعتراض کوونکي وايي، له څو ورځو راهیسې یې زامن چې د افغانستان د ملي اردو سرتیري دي،د فاریاب ولایت په پښتون‌کوټ ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو له خوا محاصره شوي دي.

د هغوی پر وینا، د محاصره شوو سرتیرو شمیر ۷۰ تنو ته رسیږي او د پښتون‌کوټ ولسوالۍ په 'سرحوض' او 'یکه‌توت' سیمو کې کلابند شوي دي.

د مطیع‌‌الله په نوم یو اعتراض‌ کوونکي وویل "زموږ عزیزان د فاریاب په پښتون‌کوټ ولسوالۍ کې د دښمن په محاصره کې دي او موږ له سرتیرو سره د دولت د ناغیړۍ له امله دغه لاره تړو. له دولت او چارواکو څخه غواړو چې ډیر ژر د دغو کسانو وضعیت ته پام وکړي".

دغه معترضین ټینګار کوي، که دولت یې غوښتنې و نه مني، دوی به د اعتراض په توګه د کابل – شمال لویه لاره د ترافیکو پر مخ بنده وساتي.

خو د فاریاب د پولیسوو ویاند کریم یورش وايي، چې په دغه ولایت کې د پولیس او کومانډو سرتیري د وسله‌والو طالبانو په محاصره کې نه دي.

هغه وویل "محاصره کاملاً ردوم، د کومانډو ځواکونه د سرحوض په سیمه کې د دفاع په حالت کې دي، له بصیر خان اندرابي (په پښتون‌کوټ کې د کومانډو ځواکونو قوماندان) سره یې په خبرو کې ویلي چې موږ په محاصره کې نه یو".

د کابل – شمال لویه لاره نن د څو ساعتونو لپاره په داسې حال کې د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، چې زیات شمیر خلک د نوروز جش د لمانځلو لپاره پر دغه لار له مختلفو ولایتونو څخه د بلخ مرکز مزارشریف ته ځي.

د دغې لارې د تړلو له امله سلګونه مسافر د پلخمري ښار په دواړو خواوو کې د لارې د خلاصیدو په تمه ایسار پاتې دي.