د ټاکنو کمیسیون مخې ته د تره‌خیل د پلویانو په پرلت ځانمرګی برید شوی

د کابل پولیس وايي، چې نن له غرمې وروسته شاوخوا ۱ بجه یو ځانمرګي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مخې ته د مولوي تره‌خیل د پلویانو د پرلت پر خیمې برید کړی دی.

د کابل د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي سلاکار حشمت‌الله ستانکزي وايي، ځانمرګي بریدګر غوښتل چې د مولوي تره‌خیل د پلویانو د پرلت خیمې ته وردننه شي، خو هدف ته له رسیدو مخکې د پولیسو له خوا وپيژندل شو او وروسره موادو ته یې چاودنه ورکړه.

د هغه پرو وینا، په دغه برید کې یو پولیس وژل شوی او یو بل ژوبل دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ولسي جرګې غړي مولوي تره‌خیل محمدي لسګونو پلویانو د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون له خوا د ولسي جرګې د نوماندانو له وروستي لیست څخه د ښاغلي محمدي د لرې کولو په غبرګون د دوشنبې په ورځ (زمري ۲۲) د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مخې ته د پرلت خیمه ودروله او ددغه کمیسیون دروازه یې وتړله.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مرستیال ویاند ذبیح‌الله سادات امریکا غږ – آشنا ته وویل، دغو اعتراض‌کوونکو نن د کمیسیون کارکوونکو ته اجازه ورنکړه، چې خپلو دفترونو ته دننه شي.

هغه زیاته کړه "دغه کسان د ولسي جرګې د غړي ملا تره‌خیل محمدي پورې اړوند کسان دي او یو شمیر نور نوماندان هم په څنګ کې ورسره دي، هغه کسان چې دوی له لیست څخه ایستل شوي دي، خو دا چې دوی ادرس غلط کړی، غلطې دروازې مخکې دوی خیمه دروي، ځکه چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وروستۍ پریکړه ترسره کوي، دوی کولی شي چې خپله ستونزه له هغوی سره حل کړي".

ښاغلي سادات له امنیتي ارګانونو څخه وغوښتل، چې د ټاکنو کمیسیون امنیت خوندي او کارکوونکو ته یې دفتر ته د دننه کیدو زمینه مساعده کړي.

د ولسي جرګې غړی مولوي تره‌خیل وايي، تر هغې چې ټاکنیز کمیسیونونه د دوی غوښتنې و نه مني، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د شنبې په ورځ (زمري ۲۰) د ولسي جرګې د نوماندانو وروستی لیست د ټاکنو کمیسیون ته واستوه، چې د مولوي تره‌خیل محمدي، فوزیه کوفي، مریم کوفي، زرداد فریادي، قیس حسن، ضیالحق امرخیل او صداقت زاهد په ګډون ۳۵ کسانو نومنه ترې لرې شوي وو.