لاریون کوونکو د بغلان کندوز لویه لار تړلې ده

په افغانستان کې اکثره لاریون کوونکي د خپلو غوښتنو د منلو لپاره د لاریون پر وخت لارې بندوي.

د بغلان کندوز تر منځ د چهارشتبې تپې په سیمه کې د سیمې زیات شمیر اوسیدونکولاریون کړی او دغه لویه لار یې د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

د بغلان اړوند د چهارشنبې تپې په سیمه کې د سیمې اوسیدونکو وروسته له هغې د کابل – کندوز لویه لار نن د سه شنبې په ورځ وتړله چې پرون په همدغه سیمه کې د وسله والو طالبانو له خوا په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو د استازي قدرت الله ذکي د موټرو پر کاروان برید شوی و.

د بغلان د امنیت امر امیرګل حسین خیل امریکاغږ اشنا راډیو ته وویل، چې د تخار د خلکو پر دغه استازي په همدغه سیمه کې وسله والو طالبانو برید کړی و چې په ډزو کې یو تن د سیمې اوسیدونکی وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د ملکي کسانو د وژنې او ټپي کیدو په خاطر د سیمې اوسیدونکو لاریون کړی او د کندوز بغلان لویه لار چې شمال ختیځ ولایتونه له کابل سره نښلوي تړلې ده.

د سیمې یو تن اوسیدونکی نورګل وايي چې دغه برید د چهارشنبې تپې له بازار مخکې شوی، خو دغه کسان د چهارشنبې تپې په بازار کې وژل شوي دي.

د دغو کسانو د وژنې په اړه تر اوسه دقیق معلومات نشته چې د چا له خوا وژل شوي دي، خو د سیمې یو شمیر اوسیدونکي وايي، جګړه له دغه بازار ګوټي لږ لرې شوې وه.

د سیمې یو شمیر اوسیدونکو امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې کیدای شي دغه لاریون د طالبانو له خوا سازمان شوي وي، خو د بغلان د امنیت امر وايي چې تر اوسه دوي معلومات نه لري خو د لاریون کوونکیو استازي یې د خبرو لپاره راغوښتي دي.

د بغلان کندوز تر منځ غځیدلې لویه لار کې کله کله د دولت مخالفې وسله والې ډلې سرک ته راووځي، چې له امله یې دغه لار د ترافیکو پر مخ بندیږي.