په افغانستان او پاکستان کې د فلسطینیانو په ملاتړ لاریونونه شوي

په پاکستان کې زرګونو مسلمانانو د جمعې په ورځ، اکتوبر ۱۳ (تلې ۲۱مه) د جمعې له لمانځه وروسته د اسرائیل د بریدونو پر ضد او د فلسطینیانو په ملاتړ مظاهرې وکړې.

سیاسي او مذهبي ګوندونو د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد او د کراچۍ، لاهور او پېښور ښارونو کې په لسګونو وړې مظاهرې وکړې او د امریکا او اسرائیلو بیرغونه یې وسوځول.

۵۰ کلنه طاهره خان چې په لاهور کې یې د اسرائیلو ضد مظاهرې کې برخه اخیستې وه،‌ وویل: "په فلسطینیانو باندې ډیر ظلم او ستم شوی دی چې هیڅوک یې نشي زغملی."

بل مظاهره کوونکی، ٤٧ کلن شاهد حسين وايي، چې د اسلامي هېوادونو مشران د فلسطينيانو په ملاتړ کې پاتې راغلي دي.

هغه زیاته کړه: "موږ واټونو ته راوتلی یو ترڅو خپلو واکمنانو ته دا ووایو، چې دوی باید له امریکا څخه ویره ونلري. خلک له دوی غواړي چې د امریکا او اسرائیلو پرځای، د فلسطینیانو سره ودرېږي."

نوموړي وويل، چې په پېښور کې پوليسو د پنځه زره مظاهره کوونکو څخه نږدې ٢٠ تنه نيولي دي.

په ورته وخت کې د فرانس پرس اژانس خبر ورکړی، چې د کابل او ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښارونو کې هم د فلسطیني ملاتړو څو سوه پلویانو د طالبانو له لوري د اسرائیلو پر ضد په مظاهرو کې برخه اخیستې وه.

یو تن مظاهره کوونکي فلسطینیانو ته وویل: "تاسو یوازې نه یاست. موږ تاسو سره یوو. موږ بیوزله یوو، خو هر هغه څه چې په توان کې لرو هغه به وکړو. صحیح ده چې نن ډیر څه نه شو کولی، خو په خپلو پښو به دریږو او ستاسو ملاتړ کوو."

په افغانستان او پاکستان کې دا اعتراضي لاریونونه څو ورځې وروسته له هغې ترسره کیږي، چې د حماس ډلې د تېرې شنبې (اکتوبر اوومه) پر اسرائیل د یو ناڅاپي برید په ترڅ کې د ملکیانو په ګډون تر ۱۳۰۰ ډېر اسرائیلیان ووژل.

په ۱۹۴۸ کال کې د اسرائیلو له جوړېدو راهیسې دا پر اسرائیلو تر ټولو خونړی برید بلل کېږي.

همداراز د حماس اورپکو پر اسرائیل د بریدونو په ترڅ کې شاوخوا ۱۵۰ کسان یرغمل کړي دي، چې دوه ګونی تابعیت لري. دغه ډلې همدا راز ګواښ کړی چې که اسرائیل له مخکنې خبرتیا پرته ملکي وګړي په نښه کړي، نو د هر برید پر وړاندې به یو یرغمل ووژني.

بلخوا اسرائیلو د حماس د بریدونو پر وړاندې،‌ د غزې په تړانګه کې له تېرو شپږو ورځو راهیسې هوايي او راکټي بریدونه پیل کړي دي. په دغه بریدونو نه یوازې تر ۱۵۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي، بلکې د غزې تر ۴۰۰ زرو ډېر اوسیدونکي یې له خپلو کورونو بې ځایه کړي‌ دي.

د پاکستان حکومت پر اسرائیل د زور زیاتي د کارولو او د فلسطینیانو د سختې کلابندۍ له امله سختې نیوکې کړې دي.

په ورته وخت کې ملګرو ملتونو په غزې کې د بریدونو زیاتوالي ته په کتو سره، د اسرائیل له پوځ څخه غوښتي چې د غزې له شمال څخه جنوب ته د ۱.۱ میلیونو کسانو د لیږدولو پریکړه بیرته واخلي.

د غزې سیمه چې د حماس ډلې د سخت دریځو تر ولکې لاندې ده، دوه میلیونه او درې سوه زره نفوس لري.

دا سیمه له ۲۰۰۶ کال راهیسې د ځمکې، هوا او سمندري محاصرې لاندې ده. اسرائیلو د حماس له بریدونو وروسته د غزې خلکو ته د اوبو، برېښنا او خوراکي توکو لاسرسی بند کړی دی.