د کابل په لاریونونو کې ۴۸ پولیس ژوبل شوي

د کابل ښار په لویدیځه خوا کې د قومندان علي پور د خوشې کولو لپاره د یکشنبې له مازیګر راهیسې لاریونونه پیل شوي دي

د کابل په لویدیځه خوا کې نن د دوشنبې په ورځ (لیندۍ ۵ مه) د دوهمي ورځې لپاره له تاوریخوالي ډک لاریونونه روان وو چې د کورنیو چارو د وزارت د چارواکو په وینا په کې ۴۸ امنیتي منسوبین ژوبل شوي دي.

دا لاریونونه، د یکشنبې په ورځ وروسته له هغې پیل شول، چې افغان امنیتي ادارو د قومندان علي پور په نوم د یوې وسله والې ډلې قومندان د نیولو خبر ورکړ.

لاریونون کوونکو تیره ورځ او نن هم د قومندان علي پور د خوشې کولو غوښتنې کولې.

د دوشنبې د ورځې لاریون هغه مهال د تاوتریخوالي سره مخ شو، چې کله افغان امنیتي ځواکونو د ښار مرکزي برخو ته د لاریون کوونکو د تګ مخه ونیوله.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین جنرال اختر محمد د دوشنبې په مازیګر خبریالانو ته وویل، چې لاریون د ټولو افغانانو قانوني حق دی، خو امنیتي ځواکونو د لاریون کونکو منځ ته د وسله والو مخالفانو د ننوتلو او د لاریون کوونکو د خوندیتوب لپاره د لاریون کوونکو مخه ونیوله.

ښاغلي ابراهیمي وویل "بدبختانه باید ووایم، چې یو شمیر فرصت طلب افراد، چې د لاریون کوونکو په منځ کې وو، هغوی تاوتریخوالي ته لاس واچوه... او نږدې د پولیسو اته پوستو ته یې اور واچوه."

د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین وویل، چې د لاریون کوونکو په ډزو کې څلور پولیس ژوبل شوي او ۴۴ نور پولیس د لاریون کوونکو له خوا په ډبرو ویشتل شوي او ژوبل شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د نن دوشنبې ورځې له لاریون څخه ۱۹ ژوبل کسان روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

د لاریون کوونکو تنظیموونکي هم ادعا کوي، چې د پولیسو له خوا په ډزو کې پنځه لاریون کوونکي وژل شوي دي.

د لاریون کوونکو یوې استازې عادلې شریفي امریکا غږ ته وویل، چې د پولیسو په ډزو کې ۱۳ لاریون کوونکي ټپیان شوي هم دي.

نن ماښام مهال لاریون کوونکو د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال محمد سرور دانش کور مخې ته یوه اعتراضیه غونډه کړې ده.

دا اعتراض کوونکي د قومندان علي پور ، چې په " شمشیر" مشهور دی، د ژر خوشې کیدو غوښتنه کوي.

د افغانستان ملي امنیت ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي، چې قومندان علي پور د دغه ریاست د کارکوونکو له خوا تیره ورځ د کابل قلعه قاضي په سیمه کې نیول شوی دی.

د ملي امنیت ریاست په دغه اعلامیه کې قومندان علي پور په یو شمیر جنايي پیښو کې ګرم بللی او ویلي دي، چې د هغه د خوشې کیدو پریکړه به د افغانستان عدلي او قضايي ادارې کوي.

د ملي امنیت ریاست ویلي، چې قومندان علي پور د یوې ۱۵۰ کسیزې غیر مسولې وسله والې ډلې مشري کوله او هغه په یو شمیر ولایتونو کې په یو شمیر جنایي پیښو کې لاس درلود.