فرهمند: د افغان حکومت او جنرال دوستم ترمنځ خبرې روانې دي

د لاریونونو د دوام سره سره د افغان حکومت او د جنرال دوستم ترمنځ خبرې روانې دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د دفتر رئیس عنایت الله بابر فرهمند د افغان حکومت او د جنرال دوستم ترمنځ د تازه خبرو او تماسونو په اړه وویل، چې لا هم دواړه غاړې په خبرو بوختې دي او تراوسه لا وروستۍ پریکړه نه ده شوې.

ښاغلي فرهمند وویل " تراوسه حکومت کوم ځواب نه دی ورکړی او د اعتراض کوونکو سره کومه مستقیمه اړیکه هم نه ده نیول شوې، خو د ترکیې په پایتخت انقره کې د لومړي مرستیال سره خبرې روانې دي، تراوسه وروستۍ پریکړې ته نه دي رسیدلي، خو ټاکل شوې، چې نن یوه وروستۍ پریکړه وشي".

افغان حکومت لا تراوسه د جنرال دوستم د ستنیدلو په اړه څه نه دي ویلي.

تیره اونۍ د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال محمد سرور دانش د ترکیې د جمهور رئیس رجب طیب اردغان د لوړې په مراسمو کې د ګډون پر مهال په انقره کې د جنرال عبدالرشید دوستم سره هم کتلي وو.

د دې کتنې په اړه د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال د دفتر څخه په یوه خپره شوې اعلامیه یوازې دومره ویل شوي وو، چې ښاغلي دانش د ښاغلي دوستم سره کتلي دي.

د فاریاب ولایتي چارواکي وايي افغان حکومت د قومندان نظام الدین قیصاري د هغو۲۳ تنو ساتوونکو څخه چې یوولس ورځې وړاندې نیولي وو، اته تنه یې نن خوشې کړي دي.

د فاریاب د والي ویاند جاوید بیدار امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دا اته تنه اوس خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

تر اوسه دا لا څرګنده نه ده، چې دا اته تنه د افغان حکومت او افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ترمنځ د روغې جوړې په نیت خوشې شوي او که د پلټنو وروسته خوشې شوي دي.

دمخه د افغانستان دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې نظام الدین قیصاري یې د نیولو وروسته د پلټنو لپاره د افغانستان ملي امنیت ادارې ته سپارلی دی.

بلخوا د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د افغانستان د سلامي جنبش ګوند په سلګونو پلویانو نن د جمعې په ورځ (چنګاښ ۲۲ مه) په یو شمیر ولایتونو کې د یوولسمې ورځې لپاره لاریونونه کړي او د قومندان نظام الدین قیصاري د خوشې کیدو او وطن ته د جنرال عبدالرشید دوستم د ستنیدلو غوښتنې یې تکرار کړي دي.

دغو اعتراض کوونکو نن په جوزجان کې د والي د دفتر او په بلخ کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دفتر دروازې هم تړلي دي.

د بلخ ولایت د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس فضل احمد حیاتي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، نن کله، چې مامورین دفتر ته تلل د اعتراض کوونکو له خوا یې دفتر ته د تللو مخه ونیول شوه.

د جمعې د ورځې په دغو لاریونو کې د بلخ ولایت له مرکز مزارشریف ښار څخه حیرتان ته غځیدلې لار، په کندز ولایت کې شیرخان بندر ته غځیدلې لار او د فاریاب په ولایت کې د اقینې بندر ته غځیدلې لار هم د اعتراض کوونکو له خوا تړل شوې وې.