امریکا د ازبکستان د قره‌قالپاقستان په وروستیو تحولاتو اندېښنه ښودلې

متحدو ایالتونو د سه شنبې په ورځ جولای پنځمه (چنګاښ ۱۴) د ازبکستان په قره‌قالپاقستان کې په وروستیو تحولاتو اندیښنه ښودلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره له ټولو اړخونو غوښتي دي چې د تاوتریخوالي د هواري لپاره سوله ایزه حل لاره پیدا کړي او له تاوتریخوالو څخه ډډه وکړي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي:" موږ د هغو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوو چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.همدارنګه هغو کسانو سره خواخوږي کوو چې ټپیان شوي‌ دي."

په اعلامیه کې زیاته شوې چې متحده ایالات د دیموکراتیکو اصلاحاتو په راوستو کې د ازبکستان له هڅو ملاتړ کوي او له چارواکو غواړي چې نړیوالو تعهداتو ته د ازبکستان د ژمنو په رڼا کې د سوله ایزو تجمعاتو او د بیان د ازادۍ په ګډون د ټولو اساسي حقونو ساتنه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې واشنګټن د ازبکستان له خپلواکۍ، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه خپل اوږدمهاله ملاتړ ته دوام ورکوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مشرې میشل باچلیت هم نن سه شنبې جولای پنځمه په ازبکستان کې د پراخو مظاهرو پرمهال د مرګونو نښتو په اړه د څیړنو غوښتنه کړېده.

میشل باچلیت په یوې بیانیه کې وویل:" د مظاهرو پرمهال د وژنو په ګډون د جدي تاوتریخوالو هغه راپورونه چې موږ ترلاسه کړي، ډیر د اندیښنې وړ دي.زه پر چارواکو غږ کوم چې له زغم څخه کار واخلي."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په اعلامیه کې همدارنګه له چارواکو غوښتل شوي چې د حکومتي مامورینو له خوا د تاوتریخوالو په ګډون د هر ډول جرمي اعمالو د ترسره کیدو د ادعاوو په اړه شفاف او خپلواک تحقیقات ترسره کړي.

میرمن باچلیت ویلي چې څه باندې ۵۰۰ کسان نیول شوي او د یو کس په اړه چې تورن شوی او کیدای شي تر شل کاله زنداني شي، اندیښنه څرګنده کړې ده.

ازبک چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل د هغه هیواد د قره‌قالپاقستان په خپلواکه سیمه کې د جمعې په ورځ د نښتو له امله ۱۸ کسان ووژل شول.

دغه نارامۍ د ازبکستان په اساسي قانون کې د یو شمیر تعدیلاتو له پلان کیدو وروسته چې له مخې د یادې خپلواکې سیمې پر اختیاراتو یې هم تاثیر کاوه ، پیل شوې.

د اوزبیکستان ولسمشر دغه طرحه له اعتراضونو وروسته لغوه کړه او د یوې میاشتې لپاره یې په دې سیمه کې بیړنی حالت اعلان کړ.

د فرانسې خبري اژانس لیکلي‌ چې په مرکزي‌ آسیا کې دا مظاهرې پراخې وې او دې کار ازبک چارواکي اړ کړل چې د هغه هیواد په غربي برخه کې یوه میاشت بیړنۍ حالت اعلان کړي.

د اساسي قانون د تعدیل په طرحه کې چې اوزبیکستان غواړي د تصویب لپاره یې په راتلونکو میاشتو کې یوه ټولپوښتنه ترسره کړي د قره‌قالپاقستان د حاکمیت او د جلاتوب په اړه څه ندي ذکر شوي.