پاکستان کې د هزاره اقلیت د وژنو ضد مظاهرې پراخې شوي

د ډبرو سکرو په یو کان کې د ۱۱ تنو هزاره شیعه مذهبو کارګرانو د وژنې ضد اعتراضونه د کراچۍ په ګډون د پاکستان نورو ښارونو ته هم پراخ شوي دي.

پولیسو د پنجشنبې په ورځ جنورۍ اوومه (مرغومي ۱۸) وویل چې لږ تر لږه د پاکستان د جنوبي ښارونو په ۱۹ سیمو کې په سلګونو هزاره ګانو مظاهرې کړي او لارې یې د ټرافیکو پرمخ تړلي دي.

د پولیسو په وینا د اعتراض کوونکو له لورې د لویو لارو د بندیدو په وجه د کراچۍ هوایي ډګر ته تګ هم خنډنی شوی او یو شمیر پروازونه هم ځنډیدلي دي.

د پاکستان پولیسو د یکشنبې په ورځ جنورۍ دریمه (مرغومي ۱۴) د ډبرو سکرو د ۱۱ تنو کارګرو د یرغمل او وژنې خبر ورکړ چې د مقاماتو په وینا دغه پیښه د بلوچستان د کویټې ښار په ۵۰ کیلومترۍ کې په مچه ښارګوټي کې شوې ده.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش د پیښې مسولیت منلی دی او د ډبرو سکرو کان ته نژدې يط ددغو کارګرانو د وژلو د جریان بوګنونکې ویدیو خپره کړې ده.

د کویټې ښار کې د افغانستان قنسولګرۍ ویلي دي چې ددغې پیښې اووه تنه قربانیان د افغانستان هزاره هیوادوال دي.

اعتراض کوونکي چې د پنځو شپو او ورځو راهیسې د قربانیانو د تابوتونو تر څنګ ناست دي د پاکستان له صدراعظم عمران خان څخه یې غوښتي چې کویټې ته لاړ شي.

قهرجنو اعتراض کوونکو چې اکثر یې هزاره دي همداشان د بلوچستان د ایالتي حکومت د ګوښه کیدو او د مجرمینو د پیژندنې لپاره د اسلام آباد د جدي اقدام غوښتنه کوي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د کابینې درې وزیران د اعتراض کوونکو د ارامولو او قانع کولو لپاره کویټې ته استولي دي، خو ترذ اوسه دغو هڅو نتیجه نده ورکړې.

عمران خان د چهارشنبې په ورځ په خپل ټویټر ولیکل: "زه ستاسې درد درک کوم او دمخه تاسې ته درغلی یم چې د خرنځ پر وخت له تاسې سره واوسم. زه ډیر ژر بیا درځم او ټولو کورنیو ته شخصاً دعا او تسلیت وایم."

ټاکل شوی وه چې د پاکستان د حکومت د دوه سترو مخالف ګوندونو مشران مریم نواز او بلاول بوتو زرداري د پنجشنبې په ورځ په کویټه کې د اعتصاب کوونکو سره وګوري.

په تیره یوه لسیزه کې په پاکستان کې د هزاره اقلیت په سلګونو کسان د داعش او نورو سني افراطي ډلو له لورې وژل شوي دي چې شیعه ګان مرتد ګڼي.