د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال ګیله‌من وزیر په برید کې ټپي شوی

عکس: ګیله من وزیر

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي چې ددغه غورځنګ فعال، ګیله من وزیر د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې په یو برید کې له سخت ټپي کېدو وروسته په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو تصویرونو کې ګیله من وزیر ښودل کیږي چې د روغتون پر بستر پروت دی او جامې یې په وینو سرې دي.

د ښاغلي پښتین په خبره، پر هغه باندې د یکشنبې په ماښام جولای اوومه (چنګاښ ۱۷) د اسلام اباد په ایف-۱۷ سیمه کې برید شوی دی.

په ایکس شبکه کې په خپره شوې یوه ویډیو کې منظور پښتین دا برید غندلی دی. هغه وویل: "پر ګیله من وزیر برید د ټول قام دپاره انتهايي دردوونکی برید و. دا موږ پر پښتون قام او پښتون وطن برید شمارو."

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د اسلام اباد پر پولیسو غږ کړی چې د بریدکوونکو په خلاف اقدام وکړي، که نه، د هغه په خبره، "عام ولسونه به دوی هم په دې کې ملوث شماري."

ګیله من وزیر د پښتو ژبې شاعر هم دی چې په ټولنیزو شبکو او عامو غونډو کې یې له پښتنو سره د پاکستان د نظامي ادارو د ناوړه چلند په خلاف او همدارنګه د پښتنو د یووالي لپاره غږ اوچت کړی دی.

د پاکستان حکومت هغه د تېر کال په جولای کې نيولی و او سږ کال د جنورۍ په میاشت کې په ضمانت خوشې شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ نور مشران هم له دې وړاندې د پاکستان د حکومت له خوا نیول شوي او ځینې یې د نامعلومو کسانو په بریدونو کې وژل شوي دي.

تراوسه چا پر ګیله من وزیر د برید مسئولیت ندی اخیستی خو منظور پښتین په ایکس شبکه کې په یو پوسټ کې لیکلي چې پر هغه باندې د ازاد داوړ په نوم یو کس د "لس پنځلس کسانو" سره برید کړی دی.

برید چا کړی؟

د اسلام اباد پولیسو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ځايي خبریال افتخار فردوس د پېښې په اړه په اېکس شبکه کې په يو خپاره کړي پوسټ کې ويلي: "د پوليسو د معلوماتو او طبي معایناتو پر اساس، يو ډز هم نه دی شوی، بلکې هغه په ډنډو وهل شوی دی. ازاد داوړ د ځمکو کاروبار کوي او ښکاري چې ګیله من یې دفتر ته ورغلی او د هغه د دفتر کارکوونکو ته یې ګواښونه کړي او ترمنځ یې جګړه پېښه شوې."

افتخار فردوس زیاته کړې چې د ګیله من ژوند ته خطر نشته او پولیس د ازاد داوړ لټون کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو فعال د امریکا غږ ډیوه راډیو ته ویلي چې ازاد داوړ د شمالي وزيرستان دی او د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د قبايلي سيمو مسئولیت پر غاړه لري.

د ډیوه راډیو د راپور له مخې، د اختر په ورځو کې په وزیرستان کې د کرکټ د یوې لوبې پر مهال، د ګيله من وزیر او ازاد داوړ ترمنځ تاوتریخوالی پیښ شوی وو خو وروسته ګيله من ويلي وو چې له هغه سره یې تيليفوني خبرې کړي او لانجه حل شوې ده.

ددې پیښې په اړه ازاد داوړ څه ندي ویلي. په افغانستان او پاکستان کې د ټولنیزو شبکو ګڼ شمیر کاروونکو پر ګیله من وزیر برید غندلی او له هغه سره یې خواخوږي ښودلې ده.