د پنجاب پولیسو د شنبې په ورځ د پښتون ژغورنې تحریک ځینې مشران چې پکې علي وزیر، عصمت شاهجهان او بلال مندوخیل شامل دي، د ملگرو سره په یوې چاپې کې نیولې.
د تحریک مشر محسن داوړ د ملگرو د نیول کیدو خبر پخپل ټویټر کې خپور کړی.
Punjab Police has arrested Ali Wazir and other friends of PTM.
— Mohsin Dawar (@mjdawar) April 21, 2018
د پښتون تحریک مشرانو اعلان کړی و چې د اپریل په ٢٢ (یکشنیه) لاهور کې احتجاجي غونډه کوي. د شنبې په ورځ د پنجاب پولیسو د غونډې د اجازې ورکولو نه انکار وکړ خو د پښتون تحریک مشرانو اعلان وکړ چې غونډه به د اجازې نه بغیر هم وکړي.
د تحریک مشر محسن داوړ امریکا غږ ته وویل چې تراوسه پورې چې هغوي څومره هم غونډې کړیدي د زیاترو ورته اجازه نده ورکړل شوې.
په ټولنیزو رسنیو چټک غبرگون
د پښتون تحریک د مشرانو د نیول کیدو د خبر د خپریدو نه وروسته په ټولنیزو رسنیو سخت غبرگون ښودل پیل شویدي.
د لاهور سره تعلق لرونکي رافع په خپل ټویټر لیکلي چې د سوله ایزو احتجاج کونکو نیول به خرابې پایلې ولري.
پختون تحفظ تحریک کے پرامن اور غیر متشدد لوگوں کی پنجاب میں گرفتاریوں کا نتیجہ بہت برا ہوگا ۔ ہوش کے ناخن لو خدارا
— Rafi (@Rafi_AAA) April 21, 2018
هدغه شان د سیاسي چارو کارپوه او لیکوال محمد تقي د پنجاب وزیراعلی شهباز شریف ته په خپل ټویټر لیکلي "د پښتون ژغورنې تحریک مشران پریږدئ. هغوي ته د سوله ایز احتجاج اجازه ورکړئ. علي وزیر او عصمت شاهجهان د باجوه نه زیات وطنپال دي."
@CMShehbaz Let the #PTM leaders go free, let them hold their rally. Army doesn’t have a monopoly on patriotism. @ismatshahjehan & @Aliwazirna41’s dissent is more patriotic than Gen Bajwa’s diktat#PashtunTahaffuzMovement #PashtunLongMarch2Lahore
— Mohammad Taqi (@mazdaki) April 21, 2018
د پښتون ژغورنې تحریک مشر منظور پښتین بیا د خپلو ملگرو د نیول کیدو وروسته د خپلو پلویانو غوښتي چې تکړه ووسئ، احتجاج به په خپل وخت کیږي.
منظور پښتین د خپلو ملگرو د نیول کیدو نه وروسته د فیس بوک د لارې غږ کړی چې احتجاج به "خامخا کوو". پښتین پخپلو خبرو کې همدرانګه وویل چې "مونږ قبایلي خلک یو، مونږ چیرته احتجاج نه و کړی، زمونږ طریقه بدله وه، خو اوس مونږ د پرامنه احتجاج لاره غوره کړیده او هم دغې ته به دوام ورکوو."
پښتین وویل چې مونږ مذاکرات غوښتل خو اوس د مذاکرتو وړاندیز لغوه کوو. هغه وویل د نړۍ د ټولو پښتنو نه غواړم چې یو ځاې شي او سبا یې ملاتړ وکړي.