افغان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) دوو مخکښو مشرانو علي وزیر او محسن داوړ ته د جمهور رئیس محمداشرف غني د لوړې په مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
محسن داوړ چې د پاکستان د مرکزي پارلمان غړی هم دی ویلي دي، که د پاکستان حکومت یې مخه ونه نیسي، د جمهور رئیس غني د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره به کابل ته سفر وکړي.
ښاغلي داوړ په اسلامآباد کې د افغانستان د سفارت له خوا ورته استول شوی بلنلیک په خپل ټویټر کې خپور کړی او له هغوی څخه یې مننه کړې ده.
مینه په تلو راتلو زیاتیږيکله راځه کله به زه درځم مئینهډېره مننه کوم په اسلام اباد کې د اسلامي جمهوري افغانستان د لوی سفارت څخه چې ما ته یې د ولسمشر ډاکټر اشرف غني صېب د لوړې مراسمو کې د ګډون بلنه راکړهزه به انشاءالله پوره پوره هڅه کوم چې ګډون په کې وکړم۔ pic.twitter.com/3e4YOrKc4p
— Mohsin Dawar (@mjdawar) February 24, 2020
ټاکل شوې چې د جمهور رئیس غني د لوړې مراسم د پنجشنبې په ورځ د فبروري په ۲۷مه (کب اتمه) په کابل کې ترسره شي.
همداشان د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مخکښ مشر علي وزیر، چې نوموړی هم د پاکستان د مرکزي پارلمان غړی دی، د ښاغلي غني د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره بلل شوی دی.
خو نوموړي تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
افغان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ دغو غړو ته دا بلنه په داسې حال کې ورکړې ده، چې د پاکستان حکومت علي وزیر او محسن دواړ ممنوعالخروج کړي دي.