پښتین د ژنیو احتجاج کونکو وغوښتل یواځې د PTM بیرغونه راوړي

د پښتون ژغورنې تحریک مشرانو د پلویانو خواست کړیدی چې احتجاجونو ته یواځې د پي ټي ایم بیرغونه راوړي

په ژنیو کې د ملگرو ملتونو د دفتر مخې ته یوه مظاهره وشوه چې پکې په لسگونو تنو گډون وکړ. پدغه احتجاج کې د پښتنو ترڅنگ، بلوڅ بیلتون غوښتونکو هم گډون کړی و. مظاهر چپانو د پاکستان د پوځ ضد شعارونه ورکول چې یو یې پکې، " کرنل کرنل، دهشتگر" وه.

د پي ټي ایم مشر منظور پښتین د ټیلیفون د لارې په وینا کې په دغه غونډې کې د پښتونستان، ازاد بلوچستان او د افغانستان بیرغ رپونکو نه خواست وکړ چې یواځې د پي ټي ایم بیرغونه یعني تور او سپین بیرغونه راوړې.

منظور پښتین وویل چې په مظاهرو کې د نورو ملکونو او ډلو بیرغونه رپول د پاکستان د چارواکو هغه تورونو ته تقویت ورکوي چې وایي پي ټي ایم د بهرنیانو په ایجنډا کار کوي. هغه د ملاتړ کونکو نه وغوښتل چې د پي ټي ایم سره د ملاتړ د څرگندولو لپاره دې یواځې د دغه تحریک ځانگړې (تور او سپین) بیرغونه راوړي.

د منظور پښیتن برسیره د پي ټي ایم یو بل مشر علي وزیر هم د پاکستان په ضد د شعارونو او د مختلفو ډلو د بیرغونو پورته کولو ته غبرگون وښود. هغه په فیس بک یو غږیز پیغام خپور کړ.

علي وزیر وویل، "دا کومه مظاهره چې شویده، دغې مظاهرې سوالونه راپورته کړیدي، ځکه چې مونږ دلته داسې ژوند تیرو چې مونږ د لوی بلا سره مخ یو، د پاکستان چارواکي په دی فکر کې ناست دي چې کله به زمونږ نه داسې غلطۍ وشي چې هغه خلکو ته ور وښیي . چې وگورئ دا په پاکستان پسې دومره ردبد ویل کیږي. دلته پاکستان بیرغ سوځول کیږي."

علي وزیر د خپلو ملاتړو نه خواست وکړ چې د احتیاط نه کار واخلي. هغه وویل چې پدی کې هیڅ شک نشته چې د پاکستان د اقلیتونو سره ډیر بد کیږي. هغوي په اروپا کې د مظاهر کونکو پښتنو سره هیڅ څه نشې کولی خو په پاکستان کې د پي ټي ایم ملاتړ ته تاوان رسوي.

د پي ټي ایم مشرانو د تحریک په احتجاجي غونډو کې د مختلفو بیرغونو د راوړلو په مسله پخوا هم بحثونه کړیدي.

د پي ټي ایم بل مشر محسن داوړ هم په دی اړه امریکاغږ ته وویل چې د پښتون تحریک غوښتنې ډیرې څرگنده دي، پي ټي ایم د پاکستان اساسي قانون ته درناوې لري او هم د اساسي قوانینو په اساس د پښتنو اساسي حقونه غواړي.

له بلې خوا په پاکستان کې حکومت د پي ټي ایم ضد خپلو نیوکو ته دوام ورکړیدی او تروسه پورې د پاکستان مطبوعات د تح‏ریک په اړه رپورټونه نه خپروي.