پي ټي ایم د عارف وزير د وژنې په غبرګون کې مظاهرې کړي

د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو فعال عارف وزير د وژنې په غبرګون کې ددې غورځنګ پلویانو مظاهرې کړي او یو یو اعتراض کوونکي د پاکستان حکومت نیولي دي.

د پي ټي ایم مخکښ فعال او د علي وزير د تره زوی عارف وزیر د جمعې په ماښام په واڼه کې نامعلومو وسله والو ويشتلی و چې وروسته يې د شنبې په ورځ د اسلام اباد په پمز روغتون کې د سر د عملياتو په وخت ساه ورکړه.

د امریکاغږ ډیوه رادیو سره په مرکه کې د پي ټي ایم یو فعال بلال پښتون ویلي چې ددې غورځنګ مشر منظور پشتين د سه شنبې په ورځ می ۵ (غوایي ۱۶) د احتجاجي مظاهرو غږ وکړ او په نتیجه کې په مردان، ډېره اسماعيل خان او بنو کې مظاهرې وشوې او یو شمیر اعتراض کوونکي حکومت بندیان کړل.

د ښاغلي بلال پښتون د معلوماتو له مخې په مردان کې د پي ټي اېم لس کسان نیول شوي دي. د هغه په وینا په بنو او ډېره اسماعيل خان کې هم مظاهره چيانو ته دوسیې جوړې شوې دي.

په مردان کې د پي ټي ایم پلوي احتجاج کوونکي هغه وخت پوليسو نيولي چې په باچاخان چوک کې یې احتجاجي مظاهره کوله، خو وروسته بیا دغه کسان د تاڼې نه په ضمانت خوشي کړی شوي دي.

پوليس وايي دغه کسان يې د پاکستان د قانون د ۱۴۴مادې نه د سرغړونې په تور نیولي، خو د پي ټي ایم یو وکيل کفايت الله ایډوکېټ وايي د پاکستان قانون هر وګړي ته د احتجاج حق ورکوي. د هغه په وینا پدې کار سره حکومت غواړي په پي ټي ایم باندې فشار جاري وساتي.

عارف وزیر په خپل پلارني کلي کې خاورو ته وسپارل شو او د هغه د جنازې په مهال منظور پشتين د احتجاجي مظاهرو اعلان وکړ. پرون بيا د خېبرپښتونخوا د بېلابيلو ښارونو ترڅنګ د بلوچستان په بېلابيلو برخو او افغانستان کې هم احتجاجې مظاهرې وشوې.