د "پوب جي" انټرنټي لوبه افغانستان ته هم ورسېده

دا لوبه د نړۍ په نورو برخو کې هم مینوال لري

د پوب جي (PUBG) لوبه چې په نورو هېوادونو کې ډېر مینوال لري، افغانستان ته رسېدلې ده.

دغه اکشن ګیم په انلاین ډول لوبول کیږي او کاروونکي یې په انفرادي یا ډله ییزه توګه یو مهال میدان ته ننوتی شي.

سل کسان په یوه وخت کې د یوې جزیرې نه د الوتکې په واسطه یو ځای ته وړل کیږي. کله یې چې د فراشوټ په مرسته ځمکې ښکته کیږي، نو د وسلو په لټه کیږي او په جګړه اخته کیږي. هر څوک یا هر ټیم چې د میدان په پای کې ژوندی پاتې شو د لوبې ګټونکی دی.

د پوب جي لوبې پر مهال

یاده لوبه څو مهم داسې ښه والي لري چې تر اوسه په نورو ګیمونو کې نه دي لیدل شوي. یو لوبوونکی کولی شي د نړۍ په هرې برخې کې خپل ملګري د دې لوبې لوبولو ته دعوت کړي، کله چې سره یو ځای شول یو ډله جوړوي او سیالۍ پیلوي.

یوه ښه ځانګړنه یې دا ده چې کله یوه ډله د سیالۍ پر وخت یو بل سره خبرې اترې کولی شي. پر دې اساس دوی په لوبه کې یو ښه مخابراتي سیستم لري او یو بل سره مرسته او مشورې کولی شي.

افغان ځوان نوید پارس چې په کابل کې دغه لوبه کوي وايي "د ځیرکو ټیلیفونونو لوبې د انسان ذهن ته ګټه لري او هغه هوښیاروي. پوب جي هم یو له همدې لوبو دی او نوی بازار کې مشهور شوی دی. خو په دې شرط چې یو کس له حده ډېر پرې ځان اخته نه کړي کنه نو وخت یې ضایع کیږي."

بل ځوان معز امیري امریکا غږ ته وویل "دغه ګیم لوبوم او له دې سره خپل نور فعالیتونه او مطالعه کوم. له دې لوبې په واسطه موږ کولی شو نورې ژبې هم زده کړو."

په نړېواله کچه پوب جي لوبه اوس مهال ګڼ شمېر لوبونکي لري. لوبونکي له دې لارې یو بل سره ښې اړيکې جوړې کړي دي.

د (Do you know) فیسبوک پاڼې څو موده مخکې د یوې هندۍ انجلۍ او هلک عکس خپور کړی و چې لمړی په پوب جي کې سره اشنا شول، بیا پر یوبل مین او په پای کې یې سره واده وکړ.

افغانستان کې د ځیرکو ټیلیفونونو کاروونکي، په انلاین لوبو کې کلش اف کلنس (Clash of Clans) یا د قبیلو سیالۍ او ۸ بال پول (8Ball Pool) ګیمونه هم لوبوي.

له دې هغه خوا په اف لاین یا د انترنت پرته لوبو کې د سب وی سرفر (Sub Way Surfer)، لډو او کنډي کرش (Candy Crash) لوبې هم مینه وال لري.