د پولیو ویروس په اړه د خلکو د عامه پوهاوي کچه لوړه شوې - روغتیایي کارپوهان

د پولیو د له منځه وړلو بیړني مرکز مسؤولین وايي چې د دغه ویروس په هکله ټولنه کې عامه پوهاوی تر اکثریت خلکو رسیدلی چې له امله یې واکسیناتورانو سره اجتماعي چلند کې هم مثبت بدلون راغلی.

تر دې وړاندې په کابل او د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د خلکو د سواد کچه او پوهاوی د ګوزڼ واکسین دګټو په اړه ټیټه وه خو اوس ورو ورو دې حالت کې مثبت بدلون راغلی او زیات شمېر خلک خپل کوچنیان د پولیو په مقابل کی واکسینوي.

د دغه بیړني مرکز مسؤول، ډاکټر نیک ولی شاه مومن امریکا غږ ته وویل: "د خلکو د عامه پوهاوي لوړیدو سره د خلکو اجتماعي چلند ډیر ښه شوی او لا هم مثبت خواته روان دی. زما د ټولو فامیلونو څخه خصوصاً د مور او پلار څخه هیله داده چې خپل ماشومان په وخت زموږ ټیمونو ته ورسوي ترڅو د دغې وژونکې یا تل معلولونکې ناروغۍ څخه په امن وساتل شي."

کابل کې هم ځینې صحي رضاکاران د خلکو له چلند څخه خوښ برېښي.

کابل کې د مدینې په نوم یوې د پولیو واکسین د تطبیق رضاکارې امریکا غږ ته وویل: "مخکې به چې موږ کومې ناحیې ته تللو، په لاره کې به چا تمسخر کاوه چا به څه خبرې کولې او اصلاً دوی نه پوهیدل چې واکسین د دوی د ماشومانو روغتیا لپاره څه اهمیت لري."

د هغې په وینا، مونږ تل خپلو کارونو ته متوجې وو او له پنځه کلنۍ کم عمر ماشومانو واکسینول زمونږ اصلي هدف وو. که څه هم ځینې کسانو ته لا تراوسه زمونږ کار یا فعالیت سم نه ښکاري خو باوري یم چې دا حالت به هم تغییر وکړي.

د کابل ښار یو بل صحي رضاکار، احمد شکیب بیا وايي: "اوس د خلکو چلن تبدیل شوی، د خلکو د سواد کچه یو څه پورته شوې نو پدی خاطر د خلکو رویه له مونږ سره ښه شوې. اوس چې مونږکومو ساحو ته ځو، هلته موږ ته په ډیره صمیمي توګه ماشومان له کورنو راباسي ترځو واکسین شي."

د نوموړي په وینا، اکثریت ښاري خلک اوس د واکسین له ګټو خبر دي او د دوی د سواد کچه هم یوڅه پورته ده نو پدې خاطر هم مونږ سره ډیر ښه چلن کیږي.

په هېواد کې د سواد ټیټه کچه او اطرافونو کې د ګوزڼ په هکله د پوهاوي پروګرامونو کم ترسره کیدل هغه لاملونه وو چې د واکسیناتورانو سره د خلکو چلند باندې یې منفی اغیزه لره او حتې په ځینو ساحو کې به واکسیناتوران خپل کار ته هم نه پرېښودل کیدل.

د روغتیایي کارپوهانو په باور که د ښاري سیمو غوندې په لرې پرتو سیمو کې هم د پوهاوی پروګرامونه چټک شي د پولیو په واړندې شته منفي ذهنیت به هم ژر لمنځه لاړ او واکسیناتورانو ته به د کار مساعد چاپیریال جوړ شي.