د پورتوریکو سم نیمايي خلک د څښلو پاکې اوبه نلري

د پورتوریکو اوسیدونکي په سخته گرمۍ کې په اوږدو کتارونو کې ولاړ وي چی تیل، خوراکي شیان او یا له بانکونونه نغدې پېسې ترلاسه کړي

نن ١١- مه ورځ ده چې پورتوریکو دماریه توپان ځپلې ده او په سلو کې ٩٥ کسان تراوسه برېښنا نلري. درې اعشاریه څلور ملیونه کسان دڅښلوپاکې اوبه نلري

ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ټویټر له لارې په پورتوریکو کې د جعلی خبرونو منابع وغندلې. هغه د پورتوریکو د بیارغونې د کارونو سوکه بهیرپړه وروسته له هغه نه ددغه ټاپو پر چارواکیو ور واچوله چی نقادانو وویل د ټرمپ ادارې د ماریه د توپان ځپلوسره په کافي اندازه مرسته ونکړله.

د سان هوان ښاروالې کارمین یولین کروز دان بي سي نیوز ته وویل: زه ېې پروانلرم. هغه چې پرما هرڅومره انتقادونه کولی شي و دې کړي. زه دلته یم، نوردې هم وکړي.

Your browser doesn’t support HTML5

د پورتوریکو په ټاپو کې د شپیتو روغتونونو له جملی نه پنځوس روغتونونه فعال شويدي

ولسمشر ټرمپ به د سه شنبی په ورځ د پورتوریکو توپان ځپلې سیمه په خپله وگوري. نن ١١- مه ورځ ده چې پورتوریکو دماریه توپان ځپلې ده؛ د پورتوریکو په سلو کې ٩٥ کسان تراوسه برېښنا نلري.

په سلو کې پنځوس کسان دڅښلوپاکې اوبه نلري چی شمیر ېې 3.4 ملیونو ته رسیږي. د لاسي ټیلېفون خدمات یوازې په سلو کې ١١ فعال شویدي. ډیرسړکونه هم له کاره لویدلي دي. حکومت غواړی د بیارغونې او فعالونې چارې په ښه توگه تنظیم کړي.

دپورتوریکو والي ریکاردو روسیلو د بیارغونې په ا ړه وویل چې کار پیل شوېدی: حکومت د فیمه له اداری سره په گډه کار کوي؛ زموږ د کورونو د چارو څانگه، دمیرمن میلانیا ټرمپ دفتر او دکورنیو چارو څانگه هم په دې هڅو لگیا دي چې د پورتوریکو په مختلفو برخو کې خلکو ته خواړه اواوبه ورسوي.

د پورتوریکو والی زیاته کړله چې دوی د نقل اوانتقال چارې هم له فیمه یعنې د بیړنیو حالاتو له فیدرالی ادارې سره په گډه تنظیم کړي دي څو هغوی وکړلی شي چی توپان ځپلو سیمو ته په خپل وخت ورسیږي.

والي روسیلووویل چې پورتوریکو ته په کافی اندازه خواړه او اوبه وررسیدلي دي او حکومت به ېې په ویشلو کې مرسته وکړی.

د فیدرالی حکومت د بیړنیو حالاتو ادارې سیمه ئیز رئیس جان رابین وویل د توپان د سختو زیانونو له امله به د مرستو عملیات گران وي، خو سره له دې هم پرمختگ شویدی.

د فیمه سیمه ئیز رئیس جان رابېن وویل: موږ د فیدرالي حکومت له ټولوادارو سره په گډه کار کوو، په دې کې ددفاع، روغتیا، بشري خدماتو او اینرژۍ څانگې شاملې دي.

ښاغلي رابین زیاته کړله چې داټول هره ورځ په گډه کار کوی چی د پورتوریکو له خلکو سرهدبیارغونې په هڅوکې مرسته وکړي.

د پورتوریکو په ټاپو کې ژوند ډیر گران دی؛ ددغه ټاپو اوسیدونکي په سخته گرمۍ کې په اوږدو کتارونو کې ولاړ وي چی تیل، خوراکي شیان او یا له بانکونونه نغدې پېسې ترلاسه کړي.

دامریکا غږ خبریاله سیلیا میندوزا چې په پورتوریکو کې ده وايي خلک باید هرشی په نغدو پېسو واخلي، ځکه برېښنا نشته نو له همدې امله د بانکي اعتبار کارت نشی کارولی.