پوتین د روسیې د احتیاط ځواکونو د متحرک کولو فرمان ورکړ

پوتین

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین نن چهارشنبه سپتمبر ۲۱ (وږې۳۰) د خپل هېواد د پوځ احتیاطي ځواکونو ته د جزوي تحرک او خوځېدو اعلان وکړ.

ښاغلي پوتین دا اعلان له هغه وروسته وکړ چې اوکراین په شمال لویدیځ کې ځينې سیمې بېرته له روسانو ونیولې.

نوموړي په خپلې تلویزوني وینا کې وویل چې د احتیاطي ځواکونو خوځښت د روسي ټاټوبي او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره ضرور دی. په همدې حال کې د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو وویل چې پوځ به یې ۳۰۰زره احتیاطي ځواکونه راوبولي.

ښاغلي پوتین وویل لویدیځ هڅه کوي چې روسیه کمزورې او ویجاړه کړي خو هېواد به یې «د روسیې او د خپلو خلکو د ساتنې لپاره له ټولو هغو وسائیلو څخه کار واخلي چې په اختیار کې یې لري».

نوموړي همدغه راز د اوکراین په جګړې کې خپل هدف د دونباس سیمې ازادول وبلل چې په خبره یې د دغې سیمې خلک نغواړي د اوکراین برخه وي.

دا په داسې حال کې ده چې د مسکو تر کنترول لاندې د دونباس او لوهانسک مشرانو ویلي دي چې له اوکراین څخه د جلا کېدو په اړه به عمومي نظر پوښتنه «ریفرنډم» کوي.

د اوکراین ولسمشر دا هڅه غندلې او ویلي دي چې روسیه د ریفرنډم په نامه یو بل شرم راوړي او وویل چې په دې اړه یې دریځ نه بدلېږي او دا چې د ملګرو او شریکانو مرسته هم ورسره ده.

داسې ویل کېږي چې ممکن د ریفرنډم کې اکثریت خلک دا نظر ورکړي چې له مسکو سره یو ځای کېږي.

خو دا پرېکړه به نه اوکراین ومني، نه به یې امریکا او نه به یې د لویدیځ ایتلافیان چې په دې جګړې کې له اوکراین سره ولاړ دي.

د ولسمشر جوبایډن د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان وار د مخه دا پلان رد کړی او ویلي دي چې روسیه غواړي له دې لارې په سیمه کې د جګړې لپار نور خلک وګماري.

نوموړي وویل چې ریفرنډم به د ځمکنۍ بشپړتیا او قلمرو له اصولو څخه سرغړونه وي، ځکه چې د هغه په وینا دا سیمه د اوکراین برخه ده. نوموړي وویل چې ولسمشر جوبایډن به د چهارشنبې په ورځ په خپلو خبرو کې په اوکراین باندې د یرغل له کبله «روسیه کلکه» غندي.

په همدې حال کې روسیې اعلان کړی چې د اوکراین په جکړې کې یې تر دې ۵۹۳۸ ځواکونه وژل شوي دي. روسیې د روان کال د فبرورۍ په ۲۴ نېټه په اوکراین باندې یرغل پیل کړ.

دا راپور د فرانسې، اسوشیتډپرس او رویټرز د راپورونو په اساس لیکل شوی دی.