پوټین علي‌اوف ته: د اذربایجان د الوتکې له سقوط وړاندې د روسیې د هوايي دفاع سیستم فعال و

د اذربایجان پرزیدلې الوتکه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین د شنبې په ورځ ډسمبر ۲۸ (مرغومي اتم) خپل اذربایجاني سیال الهام علي‌ اوف ته وویل وړاندې له هغې چې د ګروزني د سیمې بهر د اذربایجان د هوايي لیکې الوتکه سقوط وکړي د روسیې د دفاع هوايي‌ سیستم فعال و.

پوټین وروسته له هغې له علي اوف سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې چې د روسیې د هوايي دفاع سیستم په اړه شکونه رامنځ ته شول چې ښايي په تصادفي توګه د اذربایجان د الوتکې د سقوط لامل شوی وي.

د اذربایجان او قزاقستان چارواکو د ډسمبر په ۲۵ وویل په دې الوتکه کې د پنځه تنه عملې په ګډون ۶۷ کسان سپاره و چې له سقوط وروسته لږ تر لږه ۳۸ کسانو پکې مړه شوي دي.

پوټین خپل اذربایجاني‌ سیال علي‌اوف ته وویل دې الوتکې څو ځل هڅه وکړه ترڅو په ګروزني کې ناسته وکړي خو هغه وخت د اوکراین بې‌پیلوټه الوتکو د ګروزني پر موزدوک او ولادیکاوکاز ښارونو باندې بریدونه وکړ. د پوټین په وینا د روسیې د هوايی دفاع سیستم دا بریدونه شنډ کړل.

د روسیې ولسمشر دا و نه ملنه چې د دې هېواد د هوايي دفاع سیستم به د اذربایجان الوتکه نسکوره کړی وي خو په خپله خاوره کې یې د دې الوتکې د پیښې له امله د اذربایجان له ولسمشر څخه بخښنه وغوښته.

کرملین د یو بیان په خپرولو سره ویلي: "ولادیمیر پوټین د روسیې په هوايي فضا کې د دې ترخې پېښې د رامنځ ته کېدو له امله بخښنه وغوښته، د قربانیانو له کورنیو سره یې خپل ژور تسلیت څرګند کړی دی او زیانمنو ته یې د بیړنۍ روغتیا هیله کړې ده."

د کرملین د اعلامیې په اساس د دواړو هېوادونو مشرانو د الوتکې د سقوط په تړاو د مطرح شویو پوښتنو په اړه په جزئياتو سره خبرې کړې دي.

روسیې دغه راز ویلي چې په دې برخه کې به له اذبایجان او روسیې سره له نږدې کار وکړي.

د اذربایجان د حکومت په اعلامیو کې راغلي چې د دوی الوتکه په هوا کې ویشتل شوې ده. متحده ایالاتو ویلي لومړنۍ نښې ښيي چې د دې الوتکې په سقوط کې د روسیې د هوايي دفاع سیستم مسول دی.

د سپینې ماڼې د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د متحده ایالاتو چارواکو "یو شمېر لومړنۍ نښې یې لیدلي چې د روسیې د هوايي دفاع سیستمونو لخوا د دې الوتکې رانسکورولو ته اشاره کوي." خو هغه په دې برخه کې د ډېرو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه او ویې ویل چې لا هم تحقیقات دوام لري.