فرانس پرس د روسیې د دولتي تلویزیون له قوله راپور ورکړی چې د دې هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۲۲ (مرغومي دویم) د سلواکیا له صدراعظم رابریټ فیکو سره په کرملین کې لیدلي دي.
فرانس پرس لیکلي د سلواکیا صدراعظم د اروپا یو له هغو مشرانو څخه دی چې پر اوکراین د روسیې له برید وروسته یې هم له پوټین سره تودې اړیکې ساتلي.
د روسیې تلویزیون خبریال پاول زروبین په خپل ټیلیګرام چینل کې له یوې لنډې ویډیو سره چې دواړه مشران په کې لیدل کېږي لیکلي دي: "پوتین دا مهال په کرملین کې د سلواکیا له صدراعظم فیکو سره خبرې کوي."
روسیې ته د فیکو سفر چې هېواد یې په ناټو او اورپايي ټولنه کې غړیتوب لري له وړاندې اعلان شوی نه و.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د روسیې د تلویزیون خبریال زربین ته وویل چې دا سفر "څو ورځې مخکې" ترتیب شوی و.
پیسکوف د دواړو خواو ترمنځ د خبرو په اړه ډېر جزئیات ورنه کړل خو ویې ویل چې ښايي دواړه مشران د روسیې د ګازو پر اکمالاتو خبرې وکړي.
اوکراین ویلي چې سږکال به هغه تړون تمدید نکړي چې له مخې یې د دې هېواد د خاورې له لارې د روسیې د ګازو انتقال ته اجازه ورکوي. دا تړون د روانې ډسمبر میاشتې په ۳۱ پای ته رسېږي.
سلواکیا او مجارستان چې د روسیې په ګازو متکي دي د تړون د نه تمدیدولو او د ګازو د اکمالاتو له لاسه ورکولو په اړه اندیښنې ښودلې دي.
فیکو د ۲۰۲۳ په اکتوبر کې کله چې د دویم ځل لپاره صدراعظم شو له اوکراین سره یې نظامي مرستې بندې کړې او د خپل مجارستاني سیال ویکتور اوریان په شان یې د سولې د خبرو غوښتنه وکړه.
صدراعظم فیکو په نومبر کې ویلي و چې د دویم نړیوال جنګ د پای ته رسېدو په ۸۰مه کلیزه کې د ګډون لپاره به په مې میاشت کې مسکو ته سفر وکړي.