کرملین: پوتین او د سعودي عربستان ولیعهد د بندیانو په تبادلې رضایت څرګند کړ 

یو شمیر اوکرایني جنګي بندیان چې د سپتمبر په ۲۲ ازاد شوي

کرملين د جمعې په ورځ سپتمبر ۲۳مه(تلې لومړۍ نیټه) وويل چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان په ټليفون خبرې وکړې او د مسکو او کيف ترمنځ د بنديانو د تبادلې په اړه يې چې د رياض په منځګړيتوب وشوې، خوښي څرګنده کړه.

کرملین ویلي دي چې ددغو دوو هیوادونو د مقاماتو ترمنځ ټلیفوني خبرې د پنجشنبې په ورځ د سپتمبر په ۲۲مه نیټه شوې دي. روسي چارواکو ویلي، چې د مسکو او کیف ترمنځ د بندیانو تبادله شخصا د سعودي عربستان د ولیعهد په منځګړتوب ترسره شوې ده.

د راپورونو له مخې، د مسکو او کیف ترمنځ د موافقې د یوې برخې په توګه، اوکراین ته ۲۱۵ پوځیان ورکړل شوي چې په هغو کې هغه کسان هم شامل دي چې د ماریوپول په بندري ښار کې د ازوفسټال د فولادو د فابریکې د دفاع لپاره د روسي ځواکونو پر وړاندې جنګیدل.

په دې تبادله کې د خوشې شویو نورو کسانو په ډله کې د امریکا او برتانیا د اتباعو په ګډون د نورو هېوادونو ۱۰ تنه اتباع هم شامل دي چې د روسیې له زندانونو څخه تر خوشې کېدو وروسته سعودي عربستان ته لېږدول شوي دي.

د اوکراین د پارلمان د پخوانی وکیل او د پوتین ملاتړی ویکتور میدودچوک په ګډون چې په خیانت تورن دی ۵۵ روسي بندیان هم خوشې شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د مې په ۲۱مه وویل چې حکومت یې هڅه کوي ټول اوکرایني ځواکونه چې د ماریوپول بندري ښار ایزوفسټال فولادو فابریکې کې د روسي ځواکونو پر وړاندې له څو اوونیو جګړو وروسته تسلیم شوي بېرته ستانه کړای شي.

د ماریوپول بندري ښار په وروستیو میاشتو کې د روسیې او اوکرایني ځواکونو ترمنځ د تر ټولو خونړۍ جګړې شاهد و. روسي ځواکونو شاوخوا درې میاشتې پر دغه ښار بمباري وکړه. په ماریوپول کې د روسیې بریدونو دغه بندري ښار تقریبا په کنډوالو بدل کړ.

پر اوکراین د روسیې پوځي یرغل په دغه هېواد کې ستر مالي او انساني زیانونه اړولي دي. دغې جګړې د اوکراين د بنسټيزو تاسيساتو په ويجاړولو سره له شپږ میليونو څخه زيات اوکراينيان له خپل هېواد څخه وتلو او له ٧،٧ ميليونو څخه زيات خلک د دغه هېواد دننه له خپلو کورونو څخه بې ځايه کړي دي.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د فرانس پرس، رویټرز او اسوشیټیډ پریس رپوټونه کارول شوی.