پوتین: هیله لرم لویدیځ له ناټو سره د مخامخ جګړې د امکان په اړه زما خبرداری اورېدلی وي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن یکشنبه اکتوبر ۲۷ (لړم شپږم) وویل چې هیله لري‌ لویدیځو هېوادونو له ناټو سره د مخامخ جګړې د امکان په اړه د هغه خبرداری «اورېدلی» وي.

پوتین د سپتمبر په میاشت کې خبرداری ورکړی و که اوکراین ته اجازه ورکړل شوه چې د روسیې په ضد لېرې واټن وېشتونکي توغندي وکاروي، دا کار به ناټو «په جګړې» کې داخله کړي.

دا خبرداری له هغه وروسته و چې متحدو ایالتونو او بریتانیا داسې اشارې ورکړې وې چې کیف ته به اجازه ورکړي په دغو توغندیو د روسیې اهداف په نښه کړي.

د روسیې د دولتي تلویزون خبریال له پوتین څخه په دې اړه پوښتنه وکړه او هغه وویل: «هغوی (لویدیځ) ماته په دې اړه څه نه دي ویلي خو زما هیله دا ده چې هغوی اورېدلي وي.»

نوموړي زیاته کړه: «د اوکراین ځواکونه په یوازې ځان دا لېرې واټن وېشتونکي توغندي کارولای نه شي، یوازې د ناټو هېوادونو متخصصین دا کار کولای شي، ځکه چې د دې کار لپاره فضايي اطلاعاتو ته اړتیا لري ‌چې طبعآ اوکراین یې نه لري.»

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له څو میاشتو راهېسې په خپلو لویدیځ ایتلافیانو فشار راوړی‌،‌ چې اجازه ورکړي په لیرې واټن وېشتونکو توغندیو باندې د روسیې په داخل کې اهداف وولي. هغه وايي شاید دا کار مسکو سولې ته «وهڅوي».

د لویدیځ مشرانو تېره میاشت داسې اشاره ورکړه چې په دې اړه پرېکړه کېدونکې ده، خو د بریتانیا صدراعظم کییر ستامیر او د امریکا ولسمشر جوبایډن، د مسکو له مستقیمو ګواښونو سره همهاله، دا پرېکړه وځنډوله.

ولسمشر بایډن د پوتین دا ګواښونه دومره جدي‌ نه دي‌ ګڼلي او امریکایي مقامات وايي چې دا میزایل به د اوکراین په جنګي کمپاین کې محدود تغیر راولي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکايي او اوکرایني مقامات وايي چې شمالي کوریا روسیې ته زرګونه سرتېري استولي دي. اوکراین وایي چې دا سرتېري د روسیې سرحدي سیمو ته استول شوي چې په جګړې کې برخه واخلي.

روسیې مقامات وايي چې مسکو او پیونګ یانګ په خپلو کې دوه اړخیز دفاعي تړون لري چې په اساس، که په دغو دوو هېوادونو کې یې په کوم یو برید کېږي، بل ورته پوځي مرستې برابروي.

تېره اوونۍ د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر لوید استن اوکراین ته د خپل ناببره سفر په مهال له هغه هېواد سره د ۴۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت نوې پوځي مرسته اعلان کړه.

دوې اوونۍ مخکې واشنګټن له اوکراین سره د ۴۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت پوځي مرستې اعلان کړې وې چې په کې د دافع هوا، له هوا څخه ځمکې ته توغول کېدونکي میزایل او نور پوځي مهمات او تجیهزات وو.