پوتین: روسي د واګنر ډلې ته یو میلیارد ډالر ورکړي 

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین نن سه شنبه جنوري ۲۷ (سرطان شپږمه) وویل چې مسکو تېرکال د واګنر جګړې مارې ډلې ته، چې ناکام بغاوت یې وکړ، شاوخوا یو ملیارد ډالر ورکړي دي.

پوتین د روسيې د دفاع وزارت مقاماتو سره د یوې تلویزوني غونډې په پیل کې وویل: « دولت یوازې د ۲۰۲۲ د مۍ څخه نیولې د ۲۰۲۳ تر مۍ پورې د واګنر ډلې د جنګیالیو د معاشونو او تشویقي جایزو د ورکولو لپاره ۸۶.۲۶۲ میلیارد روبلز [شاوخوا یو میلیارد ډالر] ورکړي دي.»

روسیې مخکې د منځني ختیځ او افریقا په ځینو هېوادونو کې د مسکو په ګټه د جنګېدونکې واګنر ډلې په موجودیت سترګې پټولې، خو په اوکراین باندې یې له یرغل وروسته دا ډله اومشر یوګیني پرېګوژین مشهور او وپېژندل شول.

د روسیې د دفاع وزارت هڅه پیل کړې چې دا ډله دې د دفاع وزارت په چوکاټ کې داخله شي، خو د دغې ډلې مشر د دې پرېکړې په ضد بغاوت وکړ او د شنبې په ورځ یې د مسکو په لوري خپل جنګیالي مارش کړل او ځيني پوځي پوستې یې هم ونیولې.

پوتین دا بغاوت خیانت وباله او ویې ویل چې د واګنر ډله به خپلې درنې وسلې له لاسه ورکوي او جنګیالي به یې یا د پوځ په لیکو کې یو ځای کېږي او یا به په بیلاروس کې په تبعید کې ژوند کوي.

له دې هر څه سره سره د واګنر جنګیالیو ته د پېسو د ورکولو په اعلان سره پوتین دا تائید کړ چې دا ډله د روسیې د یو ځواک په توګه فعالیت کوي.

هغه وویل: «د واګنر ټول لګښت د دفاع وزارت او دولت له بودیجې څخه ورکړل شوی. موږ په بشپړ ډول دا ډله په مالي لحاظ حمایه کړې ده.»

که څه هم د دغې ډلې مشران اوس په روسیې کې خاینان بلل کېږي، خو دې ډلې د اوکراین په جګړې کې د اتلانو حیثیت لره، پوتین د شنبې په ورځ له بغاوت وروسته د واګنر په ډلې باندې په انتقاد کې هم په لومړۍ درجې سرتېرو انتقاد ونکړ، ځکه چې «هغوی په رښتیني ډول مېړانه او اتلولي ښودلې» ده.