پوتین وايي اوکراین د روسیې لپاره د ژوند او مرګ مسئله ده

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یکشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۸ (سلواغې ۲۹) په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د اوکراین د جګړې په ډګر کې پیښې د روسیې لپاره د "ژوند او مرګ" داسې مسئله ده چې کوالی شي د دې هیواد برخلیک وټاکي.

کرملین په وار وار د اوکراین نږدې دوه کلنه شخړه د روسیې د بقا د جګړې په توګه یاده کړې چې د خپل ولس په منځ کې د وطنپالنې احساسات راپاروي، چې ډیر شمیر یې پر اوکراین باندې د یرغل په اړه بې پروا دي.

پوتین د روسیې د دولتي تلویزیون سره په مرکه کې وویل: "زه فکر کوم چې دا لاهم پخپله مونږ ته او حتی په بهر کې زموږ اوریدونکو او لیدونکو ته مهمه ده چې زموږ په فکر پوه شي."

هغه وویل: "هر څه چې په اوکراین کې (جګړې) کې پیښیږي: د هغوی لپاره دا د هغوی د تاکتیکي دریځ ښه والی دی، خو زموږ لپاره دا زموږ برخلیک دی، دا د ژوند او مرګ مسئله ده."

پوتین دا څرګندونې د هغې دوه ساعته اوږدې مرکې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړي چې د متحده ایالاتو د خبرو اترو د خپرونې له کوربه ټیکر کارلسن سره یې کړې وه او په دې مرکې کې کرملین د شخړې په اړه د خپل روایت د تبلیغولو لپاره کار واخیست.

د امریکایي تلویزیون سره په مرکه کې، پوتین د روسیې د تاریخ په اړه اوږدې خبرې وکړې او په دوامداره توګه یې د اوکراین د دولت په اړه پوښتنې راپورته کړې، چې د کیف او لویدیځ دواړو غصه یې راوپاروله.

پوتین د کارلسن سره په مرکه کې د خپل تفکر په اړه وویل چې د لویدیځو اوریدونکو په ځانګړې توګه د امریکایي مخاطبانو لپاره ښایي دا "آسانه" نه وي. هغه وویل چې "د متحده ایالاتو تاریخ ۳۰۰ کالو ته رسیږي، په داسې حال کې چې روسیه "۸۶۲ کلن" تاریخ لري چې د هغه په وینا امریکایي لیدونکو او اوریدونکو ته یې درک اسانه نه دی."

پوتین دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د روسیې د شمالي قطب په یو زندان کې د هغه د تر ټولو سرسخت سیاسي مخالف الیکسي ناوالني د مړینې خبر د امریکا په ګډون د نړیوالې ټولنې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د نوالني د مړینې پړه پر پوتین اچولې او یو ځل بیا یې د کانګرس د استازو له مجلس څخه وغوښتل چې د اوکراین سره د مرستو هغې بستې ته رایه ورکړي چې تیره اونۍ د سنا له خوا تصویب شوه. بایډن زیاته کړه چې "په دې حساس وخت کې د اوکراین په ملاتړ کې پاتې راتلل" به هیر نشي.