پوتین: د سولې خبرو کې دې طالبانو ته پام وشي

پوتین په خپل کلني خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال

روسي ولسمشر ویلي چې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې خبرې باید رڼې واوسي.

د روسیې جمهور رئیس ویلي چې طالبان په افغانستان کې يو ځواک جوړوي او باید د سولې راوستلو لپاره له پامه ونه غورځول شي.

ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ وویل د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې باید رڼې وي. ښاغلي پوتین وویل "د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې روانې دي. دا کار ښايي حتمي وي او دا مهمه ده چې سپیناوي وي چې دا خبرې د څه په اړه دي او پایله به یې څه وي."

روسي ولسمشر دا خبرې په داسې حال کې کړي چې په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالتونو هڅې تر بل هر وخت ګړندې شوي دي. امریکايي چارواکي وايي د افغانستان جګړه پوځي حل نلري او باید له سیاسي لارو هواره شي.

روسیه چې په وار وار یې په افغانستان کې د مخدراتو د کرکیلي او قاچاق او د اورپکو اسلامپالو له شتون نه اندیښنې څرګندې کړي، وايي هڅه کوي چې د خپل امنیت حریم لپاره د افغانستان په ګاونډي هیواد تاجکستان کې پوځي اډې جوړې کړي.