د ټرمپ او پوټین لومړۍ مخامخ لیدنه

د امریکا جمهورریس ډونلډ ټرمپ او د روسېې جمهورریس ولادیمر پوټن به راتلونکې اونۍ په جرمنې کې سره وگوري. دا به د دغو دواړو مشرانو ترمنځ لومړۍ مخامخ لیدنه وي.

د روسېې د بهرنۍ پالیسۍ سلاکار یوشاقوف خبریالانو ته د دوشنبې په ورځ وویل چې د روسېې جمهوریس ولادیمر پوټین پلان لري چې د اوکراین د بحران په سر د جرمنې د چانسلرې اینگلا میرکل او د فرانسې د جمهوریس ایمانیول میکرون سره هم په دی اونې کې ملاقاتونه وکړی.

سپنې ماڼي اوکریملن دواړو د پنجشنبي په ورځ اعلان وکړ چې دغه دواړه مشران به د جولايي په ٧ او ٨ نیټه د هامبورگ په ښار کې د ٢٠ سترو صنعتي هیوادونو د سرمشریزې غونډې په څنډه کې مخامخ سره وویني.

د روسېې د بهرنۍ پالېسي سلاکار یو شاقوف وویل "تمه کیږي چې مشران به د جي ٢٠ هېوادونو په غونډه کې چې د جرمني په هامبورگ کې کیږي، د سهار د چای څښلو پر مهال سره وویني".

د امریکا د ملي امنیت سلاکار ایچ آرمکماسټرخبریالانو ته وویل چې د خبرو ایجنډا لا تراوسه نه ده ټاکل شوي.

هغو تورنو چې روسېې تیرکال د امریکا د جمهوری ریاست په انتخاباتو کې مداخله کړې وه او د جمهوری غوښتونکې گوند د انتخاباتې کمپاین سره ېې جوړ جاړی کړې و، د جمهور رئیس ټرمپ پر حکومت سیاسي فشارونه زیږولي دي.

همدغه ډول روسیه او د امریکا متحده ایالات د اوکراین په مسلې، د ناټو د سازمان په پراختیا، او په سورېې کې د کورنۍ جگړې چې هلته مسکو د بشارالااسد ملاتړ کوي، اختلافات لري.

د امریکا متحده ایالات د هغو یاغیانو ملاتړ کوي چې د اسد د حکومت پرضد جنگیږي.

ډونلډ ټرمپ په وار وار د روسېې سره د ښو اړیکو د لرلو غوښتنه کړی ده، خو د امریکا د کانگریس غړی چې د ده د گوند کسان هم پکښي شامل دي په دې ټینگار کوي چې د مسکو سره په اړیکو کې باید احتیاط وشي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار مکماسټر وایي "لکه څنگه چې جمهورریس روښانه کړې، هغه غواړې چې د امریکا متحده ایالات او نور ټول لویدیځ هیوادونه د روسېې سره رغنده اړیکې ولري، خو دا ېې هم روښانه کړې چې موږ به د روسېې د بی ثباته کونکې دریځ پرضد هغه څه وکړو چې ورته ضرورت وي."

بلخوا د جمهوري غوښتونکې سناتور او په سنا کې د بهرینو چارو د کمیټې ریس باب کراکر د جي شل هیوادونو د غونډې پر مهال د ټرمپ او پوټین لیدنه یوه عادي لیدنه بللې ده. خو هیله یې ښودلې ده چې دواړته مشران به پر ستونزمنو مسلو خبرې وکړي.