د افغان سولې په اړه د دوحې خبرې شنبې ته وغځېدې

په قطر کې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو ترمنځ خبرو کې نن جمعه وقفه راغلې.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې ټاکل شوې دغه مذاکرات د شنبې په ورځ بېرته پیل شي.

که څه هم د بندو دروازو تر شا د دغو روانو خبرو جزئیات رسنیز شوي نه دي، خو ځیني چارواکي چې دغه خبرې څاري وايي، دواړه لوري د یو داسې پیشنهادي موافقې د رامنځته کېدو کوښښ کوي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل او دا چې طالبان به تروریزم سره جنګیږي مشخص شي.

خو په کابل کې د امریکا سفیر جان بس د «جولای پر ۴مه» په کابل کې د امریکا د خپلواکۍ د ورځې مراسمو ته وینا کې پر افغانانو غږ وکړ، چې له طالبانو سره یو جوړ جاړي ته رسیدلو ته ځانونه چمتو کړي.

د افغان سولې په اړه دغه اوم پړاو مذاکرات د تېرې جون میاشتې ۲۹مه نېټه پيل شوي دي.

په دوحه کې د افغان سولې په اړه یاد مذاکرات پر داسې مهال اوږديږي چې ټاکل شوې راتلونکې اونۍ په قطر کې «بین الافغاني» مذاکرات هم تر سره شي.

دغه غونډه چې د قطر او جرمني په کوربتوب تر سره کېږي، د طالبانو ترڅنګ، افغان سیاسي مشران، د ښځو او مدني ټولنو استازي په کې ګډون کوي.

رویټرز خبري اژانس د دوو چارواکو په حواله د دغه غونډې هدف په جګړه کې د ښکېلو اړخونو ترمنځ د باور رامنځته کول بللي.

که څه هم د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانکړي استازي ماکوس پوتزل مخکې ویلي چې په دغه غونډه کې به ګډون شخصي او یا انفرادي وي، خو افغان حکومت ویلي چې ګډون پکې نه کوي.