د قطر امیر د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو سره کتلي

د قطر امیر د ډاکټر عبدالله عبدالله او د افغان هیت تر څنګ د طالبانو د استازو سره هم کتلي دي.

د قطر دولتي مطبوعات وایي چې د دې هیواد امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو سره کتلي او د سولې په خبرو کې یې دواړو خواوو ته کامیابي غوښتې.

د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو تر منځ د سولې مخامخ خبرې د قطر په پایتخت دوحه کې پرون د شبنې په ورځ پیل شوې او نن یې دویمه ورځ وه.

د قطر ملي اژانس په ټویټر کې لیکلي چې ښاغلي حمد د خبرو د پیل په هکله خوښې ښودلې.

د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شوار مشر ډاکټر عبدالله عبدالله خپل د فیس بوک په پاڼه کې لیکلي چې د قطر امیر د افغانستان د سولې د هلو ځلو ملاتړ وښود او د دواړو خواوو تر منځ د توافق او جګړې په پای ته رسولو یې ټینګار وکړ.

اژانس لیکلي چې د قطر امیر د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله او د سولې د مذکراتي پلاوي د غړیو سره کتلي. پدې خبرو کې د قطر امیر هیله ښودلې چې د سولې دا خبرې د افغان ولس د ملي یووالي، پرمختګ او نیکمرغۍ سبب شي.

د اژانس په راپور کې همدرانګه ویل شوي چې امیر تمیم بن حمد الثاني په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر او طالبانو د استازو سره کتلي.

اژانس دا ندي ویلی چې دا لیدنه څه وخت شوې او پدې مجلس کې په کومو موضوعاتو خبرې شوي، خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، ډاکټر محمد نعیم په ټویټر کې لیکلي چې د قطر امیر د هغوي هڅې ستایلي او نورې همکارۍ ډاډ یې ورکړی.

په قطر کې د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو تر منځ د مخامخ خبرو د پیل کیدو نن دویمه ورځ وه. ویل کیږي چې دواړو خواوو د تماس تخنیکي ډلې جوړې کړي خو تر اوسه یې د یو بل سره ندي کتلي.

نړیوالې ټولنې ددې خبرو ملاتړ کړی او هیله یې ښودلې چې وبه کړی شي په افغانستان کې روانه نولس کلنه جګړه پای ته ورسوي.