قطر د فوټبال د نړیوال سیالیو ووته او د انګلستان –امریکا لوبه مساوي شوه

په قطر کې د فوټبال په نړیوالو لوبو کې کوربه لوبډلې خپله دویمه لوبه په سنیګال ۳-۱ وبایلله او پدې سره د روانو سیالیو څخه ووتله.

په بلې لوبې کې بیا د انګلستان او متحده ایالاتو تر منځ په مساوي توګه پای ته ورسیده او هیڅ لوبډلې ګول ونشو وهلی.

سره لدې چې دواړو لوبډلو ته د ګول وهلو څو فرصتونه په لاس ورغلل خو یوې هم ونشو کړی چې ګول ووهي.

د قطر د لوبډلې بله لوبه د سه شنبې په ورځ د هالنډ سره ده خو ګټل یا بایلل یې ورته هیڅ ګټه نلري او د شپاړلسو لوبډلو پړاو ته د ورتګ هیڅ فرصت نلري.

دا د فوټبال د نړیوال جام په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یوه کوربه لوبډله په دومره چټکۍ د سیالیو څخه بهر کیږي.

امریکا، ویلز، ایران او انګلستان څلور واړه په بي ګروپ کې دي او دا چې د انګلستان او امریکا تر منځ لوبه مساوي شوه، د ایران لپاره یې فرصت یو څه ډیر کړ چې وکړی شي د شپاړلسو لوبډلو پړاو ته لار پیدا کړي.

پدې ګروپ کې تر ټولو ډیرې نمرې د انګلستان دي. دا لوبډله ۴، ورپسې ایران ۳، امریکا ۲ او ویلز ۱ نمره لري.

د انګلستان لپاره مخکې تګ آسان دی او امریکا باید د سه شنبې په ورځ لوبې کې ایران مات کړي چې وړاندې ولاړه شي.

د شنبې نومبر ۲۵ په لوبو کې مکسیکو د ارجنټاین سره مخ کیږي او که چیرته یې ارجنټاین دا لوبه وبایلي د سیالیو څخه به ووځي ځکه چې خپله لومړنۍ لوبه یې په سعودي عربستان بایللې.

دویمه لوبه د سعودي او پولینډ تر منځ ده. همدارانګه به فرانسه چې تیر ځل یې ددې جام اتلولي ګټلې، د ډنمارک سره مخ کیږي او که وې ګټي، بل پړاو ته لار پیدا کوي. د شنبې د ورځې بله لوبه د تونس او اسټرالیا تر منځ ده.