سعودي عربستان قطر د ایران د کړکیچ په اړه خبرو ته وربللی

عکس - ارشیف: د خلیج د همکارۍ شورا یوه غونډه

قطر وایي د سعودي عربستان له لورې یې د بیړنو سیمه ایزو خبرو لپاره یو بلنلیک ترلاسه کړی چې د ایران او امریکا ترمنځ په رامنځ ته شوي کړکیچ بحث وکړي.

ریاض غواړي د تیلو پر ټانکرونو باندې یې له بریدونو وروسته دوه غونډې جوړې کړي، یوه د عربي اتحادیې د غړو هیوادونو او بله د خلیج د شورا د هیوادونو سیمه ایزه غونډه.

پدې وروستیو کې د خلیج په اوبو کې د تیلو پر څو ټانکرونو باندې بریدونه شوي او د سعودي عربستان د تیلو پر یو پایپ لاین باندې د یمن حوثي یاغیانو په همآهنگۍ د ډرون برید شوی دی.

واشنگټن ایران په خلیج کې د تیلو پر ټانکرونو باندې په بریدونو کې په لاس لرلو تورنوي او سعودي عربستان ادعا کوي چې د یمن حوثي یاغیان د ایران په امر عمل کوي.

د سعودي پاچا سلمان د خلیج مشران او د عرب لیگ غړي د مۍ په ٣٠ په مکه کې یوې غونډې ته وربللي دي، خو دا نده څرگنده شوې چې قطر د عرب لیگ غونډې ته بلل شوی او که نه.

قطر چې د سعودي په مشرۍ اقتصادي او دیپلوماتیک بلاک له لورې د ایران او اسلامي غورځنگونو څخه د ملاتړ په تور له بندیزونو سره مخامخ شوی، خو دوحه د یکشنبې په ورځ وویل چې د سعودي له لورې یې بلنلیک ترلاسه کړی دی.

د قطر د حکومت د اطلاعاتو ادارې یوه اعلامیه وایي د قطر امیر "یو لیکلی پیغام ترلاسه کړی" چې ددې هیواد حکومت یې د کړکیچ پر سر خبرو ته وربللی دی.

دغه بلنه د خلیج د همکارۍ شورا دسکترجنرال سره د لیدنې کتنې په ترڅ کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد عبدالرحمن الثاني ته ورکړل شوې ده.

ښاغلي الثاني دمخه پر امریکا او ایران غږ کړی و چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د کړکیچ د حل کولو لپاره سره "خبرې" وکړي.