قطر د اسرائیل او حماس ترمنځ له منځګړیتوب څخه ووت

قطر - دوحه

د فرانسې خبري اژانس د شنبې په ورځ نومبر نهمه (لړم ۱۹) د یوې دیپلوماتیکې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې قطر د یو مهم منځګړی په توګه په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو د برخلیک اړوند مذاکراتو څخه وتلی دی او د حماس ډلې ته یې خبرداری ورکړی دی چې په دوحه کې د دغې ډلې دفتر "نور په خپل هدف عمل نه کوي".

دغې سرچینې د نوم پټ ساتلو په شرط وویل:‌ "قطر دواړو لوریو اسرائيلیانو او حماس ته خبر ورکړی تر هغې چې په ښه نیت د یوې معاملې له ترسره کولو ډډه وشي، دوی منځګړیتوب ته دوام نه شي ورکولی. "

دغې سرچینې د غزې په مذاکراتو کې د قطر د پلاوي له قوله ویلي دوی دې نتیجې ته رسېدلي چې "په دوحه کې د حماس سیاسي دفتر نور خپل هدف نه تعقیبوي".

قطر له متحده ایالاتو او مصر سره په ګډه له څو میاشتو راهیسې د اسرائيل او حماس ډلې ترمنځ، د یرغمل شویو او بندیانو د خوشې کولو او په غزه کې د اوربند په اړه د مذاکراتو منځګړیتوب کوي. په دغو مذاکراتو کې تر اوسه هېڅ ډول پرمختګ نه دی شوی.

دغې سرچینې وویل چې قطر د خپل تصمیم په تړاو واردمخه دواړه خواوې (اسرائيل او حماس) او همداشان متحده ایالات خبر کړي‌ دي.

سرچینې زیاته کړې ده چې قطریانو د متحده ایالاتو ادارې ته ویلي دي "دوی به بېرته هغه مهال منځګړیتوب ته چمتووالی وښيي چې دواړه خواوې د خبرو میز ته د راستنېدو لپاره ریښتینې لیوالتیا وښيي. "